سلايډ (فيچر) سوله نظر

د طالبانو مهم مشر ملا برادر په لومړي ځل رسنیو ته څه وویل؟!

راپور: وسیم درانی / نړۍ نیوز

د طالبانو د مشرتابه د سیاسي چارو مرستیال ، د قطر د سیاسي دفتر مشر او د دې ډلې د بنسټګرو له جملې څخه ملا عبدالغني برادر لومړی تن دی، چې د لومړي ځل لپاره نن د روسیې په پلازمېنه –مسکو- کې د افغان-روس د سیاسي او ډپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مهمه او تاریخي غونډه کې د رسنیو او کمرو پر وړاندې را څرګندیږي.

هغه د غونډې تالار ته له تګ وړاندې او په تالار کې د غونډې د رسمي پیل څخه د ډېرو زیاتو خبریالانو له هڅو سره سره بیا هم هېڅ ونه ویل .
ملا برادر یوازې د مسکو په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف لخوا تر بلنې وروسته په لنډو ټکو کې له روسیې نه د غونډې د رابللو مننه وکړه او یوازې دومره یې وویل، چې : « د افغانستان اسلامي امارت سولې ته ژمن دی او تر هر څه له مخه باید د سولې پر وړاندې پراته خنډونه او موانع او همدارنګه اشغال ختم شي. »

ملا برادر چې د اوږدې مودې او کابو اته کلن زندان د ستومانۍ نښې نښانې يې پر څېره او خبرو له ورایه ښکاریدې،ډیرې خبرې ونکړې او د خپل موقف او بیانیې د لوستلو لپاره یې د طالبانو د مشرتابه دفتر مشر ښاغلي متقي ته بلنه ورکړه، چې هغه یې ګډونوالو ته واوروي.

متقي د بیانیې د اورولو پر مهال وويل چې له افغانستان سره د شوروي د اړيکو لومړی پړاو د متقابل احترام او نه مداخلې په اصولو ولاړ و چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د امن او سوکالۍ فضاء قايمه وه او په دوهمه مرحله کې بيا د مداخلو او په افغانستان د شوروي د يرغل مرحله وه چې دواړو هيوادونو ته په کې دروند مالي او ځاني زيان واوښت.

ملا امير خان متقي وويل چې « له تېرو تجربو څخه په زده کړه اوس ټولو باید درک کړې وي چې د ګاونډیانو تر منځ داسې چلن او اړیکې مناسبې دي چې د ټولو مصلحتونه او ګټې خوندي کړي، هر څوک باید خپل مصلحتونه او ګټې داسې برابرې کړي، او له داسې قانوني لارو چارو یې د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار شي چې د نورو ګټې او مصلحتونه ونه ګواښي.

دافغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې اود نړۍ له هېوادونو سره مثبتي اړیکي غواړي، نه چا ته دا اجازه ورکوي چي د افغانستان خاوره دنورو په ضرر استعمال کړي او نه هم دا زغملی شي چي افغانستان ته له دباندي نه څوک د ضرر لاسونه را اوږده کړي، د روسیي فدراسیون سره راتلونکي اړیکې باید د دواړو هېوادو په ملي ګټو او د نه لاسوهنې په اصل بنا وي، تر څو تېرې ترخې او ناکامه تجربې تکرار نه شي، او یو بل ته د خیر رسولو او مثبت تعامل پالیسي غوره شي.»

همدا د ملابرادر ټوله بیانیه وه چې په ترڅ کې یې د طالبانو پر پخواني موقف باندې یو ځل بیا ټینګار وشو.

د افغانستان او روسیې د دیپلوماتیکو اړیکو د سلمي کليزي په لمانځ غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، په ګډون یو شمیر افغان سیاستوالو د ملا برادر په مشرتوب د طالبانو له استازو سره خبرې وکړي. پر کرزي سربیره، ملا برادر، حنیف اتمر، عطا محمد نور او محمد کریم خلیلي د نورو تر څنګ په غونډه کې خبرې وکړي.

که څه هم افغان سیاستوالو تر دې مخکې هم په مسکو کې له طالبانو سره لیدلي وو، خو د سه شنبې ورځې په غونډه کې د لومړي ځل لپاره ملا برادر، په پاکستان کې له زندان څخه تر آزادیدو وروسته، د تلویزیوني کمرو پر وړاندې خبرې وکړې.

د یادونې ده ، چې سبا به مسکو کې بین الافغاني غونډه هم وشي، چې پکې به د طالبانو پلاوی د ملا برادر په مشرۍ او د افغانستان څخه ورغلی پلاوی د سولې د شورا د مشر کریم خلیلي یا پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د سولې پر لارو چارو سربېره د یوې پراخې او مهمې بین الافغاني ناستې پر نیټې او جوړښت بحثونه هم وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون