افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

په مسکو کې د سولې د بین الافغاني ناستې ګډه اعلامیه -بشپړ متن

په مسکو کې د بین الافغاني غونډې چې دوه ورځې يې دوام وکړ نن پنجشنبه/غبرګولي ۹مه پای ته ورسېده . د دې غونډې په پای کې چې د قران عظیم الشان په تلاوت سره پيل شوه، لومړی حامد کرزي ، ورپسې ملا برادر او یو شمېر نورو ګډونوالو د روسیې له فدراسیون څخه مننه وکړه او په پای کې مشترکه اعلامیه خپره شوه، چې بشپړ متن یې نړۍ نیوز کې تاسو لوستلی شئ:

بسم الله الرحمن الرحیم

موږ په مسکو کې د روان میلادي کال د می د میاشتې په ۲۸مه او ۲۹ مه د بین الافغاني ناستې ګډون کونکو، د روسيي فدراسیون د میلمه پالنې څخه په مننې سره د ټولو ناستو په ادامه د سولې په اړه په مهمو موضوعاتو ژور بحثونه وکړل.

په دې خبرو کې د ناستې ټولو ګډون کونکو تلپاتې سراسري سولې ته د رسیدو لپاره په مشترکې اعلامې تاکید کاوه.

د افغانستان د خلکو د سرنویشت د سولې او ثبات راتلونکو آرمانونو ته د رسیدو په اړه بحثونه وشول.

دواړو لوریو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژوندانه په حفاظت، د بندیانو اړوند مسائلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پروتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د اسلامي نظام په ټینګښت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي وحدت پرتحکیم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسائلو ګټور او ژغورونکي بحثونه وکړل.

دغه بحثونه د همکارۍ په روحيي او پشپړه دوستانه فضا کې ترسره شول، دواړو لوریو په مربوطو برخو کې د پام وړ پرمختګ وکړ، په دې دلیل چې ځينې مسائل د لا زیاتو بحثونو ایجاب کوي، توافق وشو چې د دا ډول ناستو لړۍ ادامه پیدا کړي او یاد مسائل د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې د ۵ مې او ۶ مې نیټو د توافقاتو پراساس په راتلونکي کې تر بحث لاندې ونیول شي.

ومن الله توفیق
مسکو ـــ د کنفرانس تالار
۲۵/۹/۱۴۴۰هـ ق
۹/۳/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/30م

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون