پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د پښتون ژغورني غورځنګ بل مشر محسن دوړ هم نیول شوی

د پښتون ژغورني غورځنګ غړو د پاکستاني ځواکونو له لورې د خپل یو بل مشر محسن دوړ د نیونې خبر د ټویټر له لارې تائید کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، نوموړی نن پنجنشبه/مۍ۳۰مه په شمالي وزیرستان کې بالاخره پاکستاني ځواکونو نیولی دی او دا مهال بندي دی.

په شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې د یکشنبې په ورځ د علي وزیر او محسن دوړ په مشرۍ د یوه پراخ لاریون لپاره پر روان کاروان د پاکستاني پوځيانو له لورې ډزې وشوې، چې شاوخوا شلو ځوانانو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله، چې د همدې پېښې په تړاو د پاکستان په اکثرو ښارونو کې لاریونونه وشول او لا هم روان دي.

ښاغلي دوړ تر نیول کېدو لږ مخکې ویلي وو، حکومت اوس خپله پړه منلې او په پېښه کې د وژل شویو پښتنو کورنیو ته د تاوان په توګه د پيسو ورکولو ته چمتو شوي، چې د ده په خبره «دوی به هېڅکله خپل مړي خرڅ نکړي» او له پاکستاني پوځ څخه یې وغوښتل، چې له قبایلي سېمو دې ژر تر ژره ووځي.

د پښتنو د ژغورنې د فعالانو او څارونکو په وینا، د پاکستان د قانون په اساس د پارلمان غړی د محکمې له حکم پرته نشي نیول کیدلای؛ خو د علي وزیر او محسن دوړ نیونې وښوده، چې پوځ لا هم د پښتنو پر وړاندې د استبداد رویه ختمه کړې نه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون