پاکستان او ايران

پاکستانی پوځ خپل لوړپوړي جنرالان د جاسوسۍ په جرم اعداموي

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه نن/مۍ۳۰مه نېټه د پوځ یوه متقاعد جنرال او د استخباراتو یو ملکي افسر ته بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ او له خپل هېواد سره د خیانت په جرم د اعدام سزا تائيد کړې او یو بل پوځي افسر ته یې د ۱۴ کالو بند سزا هم منلې ده.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر «ای ایس پي ار» په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې، ویلي : پر دغو افسرانو د جاسوسۍ تورونه ثابت شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د پوځ په دې افسرانو کې ، متقاعد ډګر جنرال جاوید اقبال –چې په ۱۴کاله بند محکوم شوی- مخکې د پوځي عملیاتو همغږۍ مسوولیت په غاړه درلود چې په هېواد کې د پوځي عملیاتو پلانول د همدې ادارې مسوولیت و او همدارنګه په پوځي ادارو کې د ډسپلين پر ځای ساتلو یا د ګډوډۍ رامنځته کوونکو پوځیانو محاکمه هم د همدې ادارې دنده بلل کېږي.

همداراز دوهم تن پخوانی برید جنرال راجه رضوان، چې په پوځ کې يې د لوا د مشرۍ تر څنګ په جرمني کې د پاکستان دفاعي اتاشه په توګه هم دنده تر سره کړې او دریم کس د استخابراتي ادارې«آی ایس آی» ملکي افسر وسیم اکرم نومېږي، چې د پاکستان یوه څارګره اداره کې یې د انجنیر دنده درلوده؛ په اعدام محکوم شوي دي.

د پوځ اعلامیه کې ویل شوي، دې کسانو بهرنیو استخباراتي ادارو ته حساس معلومات ورکول. پر دوی جاسوسي ثابته شوې او له دې وروسته په سزا محکوم شوي دي او ډېر ژر به یې سزا پلي شي.

د پاکستان د پوځ د قانون له مخې بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسۍ او له خپل هیواد سره د خیانت سزا اعدام او یا عمري زندان دی، چې پرېکړه یې نظامي/پوځي محکمه کوي؛ خو سزا بیا د جرم په څرنګوالي پورې تړاو لري.

د پاکستان پوځ تېره میاشت یو تن هندی پېلوټ چې پر پاکستانۍ خاوره د بمبار په تکل راغلی و او د الوتکې له ویشتلو وروسته نوموړی ژوندی په لاس ورغلی و، د حسن نیت له مخې خوشي او بېرته هندي چارواکو ته وسپاره.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون