افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

نیویارک ټایمز: ښايي د کابل امریکايي پوهنتون د فساد له کبله وتړل شي

افغانستان- امريکايي پوهنتون

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د مالي فساد او د مرستو د ضایع کېدو له کبله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی.

د راپور په حواله، د دغه پوهنتون اداره د امریکا له لوري د ورکړل شویو پيسو د دوه شپېته میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو حساب نشي ورکولی.

راپور وايي، د افغانستان له امریکايي پوهنتون څخه پر هر فارغ شوي کس یو لک او شپږویشت زره ‌‌‌‌‌‌ډالره چې معادل یې ( 99,540,00 افغانۍ) لګول شوي دي. یوه څېړونکي چې له دغه پوهنتون سره یې د امریکا مرستې څېړلې ورځپاڼې ته ویلي که ټول افغان فارغین د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لېږل شوي وای پر دغه پوهنتون تر لګول شويو پيسو لږ لګښت ورباندې راته.

په راپور کې د امریکا د پراختیایي ادارې او سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش له قوله ویل شوي چې د دوه شپېته میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالره مرستې له ورکېدو وروسته د دغه پوهنتون د کار دوام له ګواښ سره مخ دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون