سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د امریکا ویرجينيا ايالت کې ۱۲کسان وژل شوي

د امریکا ورجينيا ایالت کې پر دولتي ودانۍ برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

پولیس وايي، چې مشکوک بریدګر د دولتي سوداګرۍ يوه مرکز کې پر خلکو ناتاره ډزې وکړې.

پوليس زياتوي، مشکوک بریدګر د ورجينيا پيچ سيمې ښاروالۍ پخوانی کارکوونکی و او نوموړی د پوليسو په ځوابي برید کې وژل شوی دی.

امریکايي رسنۍ وايي، دغه پېښه پر ځایي وخت د جمعې په ورځ مازديګر څلور بجې شوې ده.

دغه ودانۍ کې د ښاروالۍ سربېره نور دولتي دفترونه هم شته، پوليسو له پېښې وروسته ټوله ودانۍ کلابنده کړې ده او له خلکو يې خالي کړې ده.

د ودانۍ مرستيال مشر ميګ بينټن ځايي رسنيو ته ويلي، چې د ډزو له اورېدو سره يې خلکو ته د پروت امر وکړ.

د پوليسو ځايي مشر جيمز سرويرا ويلي، چې بریدګر د  پېښې ځای کې د پوليسو په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه د بریدګر او په پېښه کې د وژل شوو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې اړه خپله خواشيني ښکاره کړې ده.

د ورجينيا والي او ښاروال هم د پېښې په اړه خواشيني او د پېښې له قربانيانو سره خپله غمرازي ښکاره کړې ده.

امریکا کې د وسله‌والو بریدونو ارشیف وايي، چې د روان کال له پيله په امریکا ۱۵۰ وسله‌والې پېښې شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون