افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

د طالبانو مشر: د مذاکراتو او نظامي عملیاتو هدف مو یو دی؛ دوه‌مخي نه یو

د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت په خپل پېغام کې، چې هر کال یې د اخترونو په مناسبت خپروي لومړی افغان ولس ته د اختر مبارکي ترڅنګ پر وروستیو ناخوالو خواخوږي ښوولې او ورپسې جوخت یې د سولې پروسې او یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه له ولس او رسنیو سره د خپلې ستراتیژۍ او پالیسۍ په اړه ځينې مهم او ځانګړي معلومات ورکړي.

د طالبانو د مشرتابه په اختریز پېغام کې راغلي چې د نوي کال د «الفتح» نظامي عملیاتو او له امریکایانو سره د خبرو موخه یې یوه ده، چې هغه د «اشغال» ختمول او «د اسلامي نظام » واکمنول دي. نوموړی هیله من دی،چې د اشغال پر ضد جهاد یې د بریالیتوب منزل ته ور لنډ شوی دی.

طالب مشرتابه د بین الافغاني غونډو په تړاو ویلي: «اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ او سوله ییزې تګلارې له مخې په دې توانیدلی چې د افغانستان د ګاونډ او سیمه ییزه اجماع د ځان کړي، په مسکو کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۱۲ هیوادونو لومړی کانفرانس، د اسلامي امارت له سیاسي استازیو سره د نړۍ د هیوادونو اړیکې او د هغوی د سیاسي لوړ پوړو چارواکو رسمي لیدنې کتنې او د بین الافغاني تفاهم په سلسله کې غونډې او تماسونه زموږ د خبرې ښکاره ثبوت دی.»

د طالبانو مشر د خپل سیاست او سیاسي پالیسۍ اړوند ویلي، چې په «دوه مخي سیاست» باور نلري، نه له نورو دا تمه لري او نه دې نور ورباندې دا «ګمان» کوي او همداراز له امریکایانو غوښتنه شوې چې په مذاکراتو کې له « تعقل او تفاهم» څخه کار واخلي او «صادقانه سهیم واوسي.»

په دې پېغام کې راغلي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت د دغو بین الافغاني هڅو د مخنیوي او مزاحمت هڅه کوي؛ خو طالبان ورته اعتناء نه کوي. همداراز له دولتي کارمندانو غوښتنه شوي چې له حکومته لاره جلا او له طالبانو سره یو ځای شي، په دې سره به د دوی ترمنځ «دښمنۍ» په «دوستۍ او ورورولۍ» بدله شي.

د طالبانو مشر مولوي هبة الله اخندزاده ویلي : «غواړي چې په ګران هیواد کې د افغانانو د خوښې یو خپلواک، اسلامي، او افغان شموله نظام حاکم شي ، چې پکې به د سالم شرعي نظام په سیوري کې نارینه او ښځینه‌وو هیوادوالو ته ټول حقه حقوق ورکول کیږي. »

د طالبانو د مشر شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده اختریز پیغام لنډ او مهم ټکي، چې د نړۍ نیوز خبرڅانګه یې وړاندې کوي:

۱– د مؤقتي سولې او اوربند پر ځای د دايمي اوربند د لارو چارو په لټه کې یو. د واقعي سولې تر راتګ مخکې د اشغال ضد جهاد ګرم سنګرونه نه ساړه کوو.
۲- په دوه مخي سیاست باور نلرو، نه دې نور رانه دا هیله کوي، نه مو له نورو همدا هیله شته.
۳- د ملکي وګړو، ملکي او ولسي اهدافو، زندانیانو ، عامه تاسيساتو، مسجدونو، ښوونځیو سره روانو وحشتونو د وحشت ریکارډ مات کړی.
۴-د دفاعي جنګ ترڅنګ د سولې ابتکار هم زموږ لاس کې دی. د سولې په اړه مو سیمه یېزه اجماع د ځان کړې.
۵- معیاري دیني او عصري زده کړې مو لومړیتوب دی.
۶- د بریا سر منزل ته رسیدونکي یو.
۷- د فتنه ګرو خلاف یو، هېڅ فتنه ګرې ډلې ته د دې مقدسې خاوري او مظلوم اولس د استعمال اجازه نه ورکوو.
۸-د ملي یووالي حکومت د سولې د هڅو پر وړاندې مخالفت او مزاحمت کوي.
۹-د عملیاتو او مذاکراتو دواړه هدف یو دی، هغه د اشغال ختمول او اسلامي نظام واکمنول.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون