لوبې

نیوزیلینډ سریلانکا ته په لسو وېکېټو ماتې ورکړه

د نړیوال جام څلورمې لوبې کې نیوزیلینډ د سریلانکا په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې چې شیبه وړاندې پای ته ورسېده نیوزیلینډ د پیاوړې هر اړخیزې لوبې پایله کې سریلانکا ته په لسو وېکېټېو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډ وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

سریلانکا د کمزورې توپ وهنې پایله کې یوازې د کرونراتنې نیمه سلیزې په مرسته ۲۹٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

سریلانکا لپاره یوازې کرونراتنې ښه توپ وهنه وکړه او په ۸۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

نیوزیلینډ لپاره هېنري او فېرگوسن درې درې او بولټ، ډي گرانډوم، نیشم او سانټنر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ لپاره مارټن گپټېل او کولن منرو توپ وهنه پیل کړه. دغو دواړو لوبغاړو پیاوړې او چټکه توپ وهنه وکړه او سریلانکايي توپ اچوونکو ته يي هېڅ فرصت په لاس ورنکړ.

نیوزیلینډ د مارټن گپټېل او کولن منرو پیاوړې ملگرتیا په مرسته ۱۶٫۱ اورونو کې د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته ۱۳۷ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته يي په لسو وېکېټو او ۲۰۳ توپونو ماتې ورکړه.

نیوزیلینډ لپاره مارټن گپټېل په ۵۱ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۳ او کولن منرو په ۴۷ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون