سلايډ (فيچر) لوبې

افغانستان استرالیا ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه

همدا اوس د افغانستان او استرالیا لوبه روانه ده چې دغې لوبې کې افغانستان لومړۍ توپ وهنې سره د استرالیا لوبډلې ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی او محمد شهزاد توپ وهنه پیل کړه خو د لوبې لومړۍ اور په درېیم بال محمد شهزاد او د دوهم اور په دوهم بال حضرت الله ځاځی خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

په یوازې شپږ منډو دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکولو څخه وروسته د رحمت شاه او حشمت الله شهیدي ملگرتیا افغانستان له ستونزمنو حالاتو وویستله، خو د لوبې پنځلسم اور کې د حشمت الله شهیدي سوځېدو سره دغه ملگرتیا پای ته ورسېده او پر ځای يي محمد نبي توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې شلم اور په دوهم بال رحمت شاه او د یو ویشتم اور په دوهم بال محمد نبي د منډې جوړولو ناکامه هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول افغانستان له ځانگړو منډو پرته پنځه وېکېټې له لاسه ورکړې.

دوه مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته گلبدین نایب له نجیب الله ځدران سره غوره او پیاوړې ملگرتیا جوړه کړه او د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته يي د پای ټکی کېښود.

له نجیب الله ځدران سره په ۷۷ توپونو د ۸۳ منډو غوره ملگرتیا جوړولو څخه وروسته د لوبې څلور دېرشم اور په لومړی بال گلبدین نایب خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او دغه مهمه ملگرتیا پای ته ورسېده. له ځانگړی ځنډ پرته د همدې اور په پنځم بال نجیب الله ځدران هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه،

د راتلونکی اور په پنځم بال دولت ځدان هم یوې څلوریزې وهلو څخه وروسته د بلې څلوریزې وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او له ځانگړی ځنډ پرته د افغانستان اتم لوبغاړی هم وسوځېد.

راشد خان هم له چټکې توپ وهنې وروسته د لوبې اته دېرشم اور کې د زمپا په بال LBW شو او خپله وېکېټه يي له لاسه ورکړه. د لوبې نهه دېرشم اور کې مجیب الرحمن هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده.

افغانستان ۳۸٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رحمت شاه او نجیب الله ځدران غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۷ منډې جوړې کړې او استرالیا ته يي د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره نجیب الله ځدران په ۴۹ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۱، رحمت شاه په ۶۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۳، گلبدین نایب په ۳۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ او راشد خان په یوازې ۱۱ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۲۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

محمد شهزاد په ۳ توپونو صفر، حضرت الله ځاځی په ۲ توپونو صفر، حشمت الله شهیدي په ۳۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۸، محمد نبي په ۲۲ توپونو ۷، دولت ځدران په ۶ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴، مجیب الرحمن په ۹ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۳ او حمید حسن په دوه توپونو ۱ منډه جوړه کړه.

استرالیا لپاره کمېنس او زامپا درې درې، سټوېنېس ۲ او سټارک یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون