سلايډ (فيچر) لوبې

افغانستان په ۷ وېکېټو ماتې وخوړه

شیبه وړاندې د نړیوال جام څلورمه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې استرالیا افغانستان ته د پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ملي لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ۳۸٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رحمت شاه او نجیب الله ځدران غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۷ منډې جوړې کړې او استرالیا ته يي د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره نجیب الله ځدران په ۴۹ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۱، رحمت شاه په ۶۰ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۳، گلبدین نایب په ۳۳ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۱ او راشد خان په یوازې ۱۱ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۲۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

د افغانستان د توپ وهنې بشپړ او تفصیلي راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

افغانستان استرالیا ته د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه

استرالیا لپاره ډېوېډ وارنر او ارون فېنچ توپ وهنه پیل کړه او له پیل څخه يي د چټکې توپ وهنې هڅه کوله او افغانستان یو ځل بیا له پیل څخه کمزورې ډگر ساتنه نندارې ته وړاندې کړه.

فېنچ او وارنر د استرالیا لپاره پیاوړې او چټکه ملگرتیا په جوړولو بریالي شول. په ځانگړی ډول فېنچ د وارنر په پرتله چټکه توپ وهنه کوله، خو د لوبې اولسم اور په دوهم بال گلبدین نایب د ارون فېنچ سوځولو سره دغه اوږده او چټکې ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود او افغانستان لپاره يي لومړۍ وېکېټه واخیسته.

لومړۍ وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته وارنر له عثمان خواجه سره د ملگرتیا جوړولو هڅه کوله خو د لوبې پنځه ویشتم اور په وروستی بال راشد خان د عثمان خواجه سوځولو سره دغه لنډې ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود.

د لوبې پنځه دېرشم اور په څلورم بال مجیب الرحمن د سمېت په سوځولو بریالی شو خو دا هغه مهال و چې استرالیا د بریا لپاره یوازې درې منډو ته اړتیا درلود. د همدې اور په پنځم بال مکسوېل څلوریزې وهلو سره دغه لوبه د خپلې لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

استرالیا ۳۴٫۵ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډېوېډ وارنر او ارون فېنچ پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۰۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په ۷ وېکېټو ماتې ورکړه.

استرالیا لپاره ډېوېډ وارنر په ۱۱۴ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۸۹ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو پیاوړې لوبه وکړه. ارون فېنچ هم په ۴۹ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۶ چټکې منډې جوړولو سره ښه وځلېد.

افغانستان لپاره مجیب الرحمن، راشد خان او گلبدین نایب یوه یوه وېکېټه واخیسته. حمید حسن که څه هم د وېکېټې په اخیستلو بریالی نشو خو پیاوړې او اقتصادي توپ اچونه يي وکړه.

حمید حسن خپل ۶ اورونو کې یوازې ۱۵، دولت ځدران خپل ۵ اورونو کې ۳۲، گلبدین نایب خپل ۵ اورونو کې ۳۲، محمد نبي خپل ۶ اورونو کې ۳۲، او راشد خان خپل اته اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون