افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

د طالبانو د مشر د پيغام او سیمې ته د بیا سفر په تړاو د خلیلزاد څرګندونې

د افغان سولې په تړاو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې د مۍ پر نهمه نېټه قطر کې د طالب استازو سره د مذاکراتو د شپږم پړاو تر پای ته رسېدو وروسته امریکا ته لاړ او هلته یې امریکايي چارواکو او د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته تر معلوماتو ورکولو وروسته اوس یو ځل بیا سیمې ته د تازه سفرونو لړۍ پيل کړه او د طالبانو د مشر د اختر پیغام یې هم مثبت بللی.

خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، په واشنګټن کي له دوو اونیو تېرولو وروسته ما یو ځل بیا خپل سفرونه پیل کړل. موږ په تېره میاشت کي د پام وړ پرمختګ وکړ. په دې اوسني پړاو کي، زه غواړم چي د افغان د سولي پروسه چټکه او پیاوړې کاندم.

ښاغلی خلیلزاد وايي، زه غواړم چي په دوو مهمو نکتو کار وکړم. لومړی د سولي لپاره سیمه‌یېزې او بین المللي هڅي سره را غونډې کړم؛ دویم، زه غواړم چي د سولي د موافقې د چوکاټ دوې مهمې اجزاوي پای ته ورسوم. موږ پر مخه روان یو. زه خوشبین یم.

خو بیا هم یوه ګونګه خبره کوي، چې «البته بیا هم بشپړ بریالیتوب د دې تقاضا کوي چي د دې موافقې نور غړي هم انعطاف وښيي. پر هیڅ شي به موافقه و نه شي،‌ ترڅو پر ټولو موافقه نه وي شوې.»

خلیلزاد: د طالبانو د مشر د اختر د پیغام مثبت اړخ

ښاغلی خلیلزاد د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر د اختر پیغام مثبت بللی او وايي، د افغان د سولي د پروسې لپاره ښه حمایت له ځان سره لري. په دې پيغام کي دغه راز د نورو افغانانو سره په بین الافغاني ډایالوګ کي د برخي اخیستلو تلوسه هم موجوده ده او د یوې داسي نهايي سیاسي موافقې هیله هم پکې شته چي د قدرت د وېشلو مطالبه کوي. « دا ټول ښه شیان دي.»

د خلیلزاد په خبره، خو په عین زمان کي، د هغه د پیغام جنګي لحن غیر ضرور دی. ځکه چي موږ د سولي مذاکرات پر مخ بیایو، خو د هغه د پيغام اوسنۍ ژبه دا خبري مغلقوي.

نوموړی زیاتوي: « د مولوي هبت الله پیغام وايي چي متحده ایالات د تشدد په لټه کي دی. موږ قطعا دا کار نه کوو. په افغانستان کي د تشدد کچه د منلو وړ نه ده او موږ د روان تشدد د ابدي کولو اراده نه لرو.

په داسي حال کي چي موږ د دې جنګ د ختمولو په غرض مذاکراتو ته ادامه ورکوو، راځئ چي په ګډه د دغه روان تشدد د راکمولو او یا سمدستي ختمولو په منظور همکاري سره وکړو. د افغانانو وژل باید ودرول شي.»

همداراز اسوشیټيډ پریس اژانس لیکي، خلیلزاد به په راتلونکو دوو اونیو کي افغانستان، بلجیم، جرمني، پاکستان، قطر، او عربي متحدو اماراتو ته سفرونه وکړي، څو په افغانستان کي روان اوږد جنګ ختم کړي. همداراز نوموړی به د افغان حکومت او نورو افغان سیاستوالو سره سلا مشورې وکړي او هم به په قطر کي د طالبانو سره د سولي خبري بیا پیل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون