ټکنالوژي

هواوې د ځیرکو موبایلونو تولید د کمولو پرېکړه وکړه

راپورونه ښيي چې د هواوې پر کمپنۍ د امریکا بندیزونه اغېز پیل کړی او د لومړي ځل لپاره دغه کمپنۍ اوس ستونزې ګالي.

د چېنايي رسنیو د راپورونو پر بنسټ هواوې کمپنۍ د امریکا له بندیزونو وروسته خپل د ځیرک موبایلونو تولید کم کړی. د امریکايي بندیزونو سره سم هواوې کمپنۍ امریکايي تولیدات چې د گوگل انډرایډ عامل سیستم هم په کې شامل دی د کارولو اجازه نه لري.

فاکسکان، د ټایوان هغه کمپنۍ چې اپل، هواوې، سوني، نوکیا، شیاومي او ځینو نورو کمپنیو لپاره برېښنايي اوزار تولیدوي وايي چې هواوې دغه کمپنۍ سره خپل د برېښنايي اوزارو د تولید ځینې قراردادونه فسخه کړي او د ځیرکو موبایلونو تولید يې کم کړی.

امریکا له اوږدې مودې څخه د هواوې کمپنۍ د چین له دولت سره پر اړیکو تورنوي. امریکا د دغې کمپنۍ ځیرکو موبایلونو نه بلکه د مخابراتو د زېربناوو اوزار اندېښمن کړی.

په دې وروستیو کې هواوې ته د امریکا د سوداگرۍ وزارت له لوري ۹۰ ورځې وخت ورکړل شوی، ترڅو امریکا کې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي. دغه مهلت څخه وروسته هواوې په قانوني ډول د انډرایډ د کارولو اجازه نه لري، چې له همدې امله دغه کمپنۍ هڅه کوي د دغه مهلت له پای ته رسېدو وړاندې خپل عامل سیستم جوړ او کاروونکو ته وړاندې کړي.

تېر کال کې هواوې کمپنۍ اپل ته ماتې ورکولو څخه وروسته غوښتل سامسنگ کمپنۍ ته هم ماتې ورکړي او په نړۍ کې د ځیرکو موبایلونو پلورلو په برخه کې لومړی مقام خپل کړي، خو دا چاره د امریکا بندیزونو اغېزمنه کړې ؛نو ځکه دغې کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو د تولید د کمولو پرېکړه کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون