افغانستان سلايډ (فيچر)

غور کې پنځلس پاڅونوال وژل شوي

غور ولايت کې د طالبانو او حکومت پلوو پاڅونوالو ترمنځ نښتو کې پنځلس پاڅونوال وژل شوي دي.

د غور د ولايتي شورا غړي حميدالله متحد ویلي، چې تېره شپه طالبانو دولتيار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او پاڅونوالو پر پوستو برید کړی و او په دغه نښته کې لږ تر لږه پنځلس پاڅونوال و‎ژل شوي دي.

په ورته وخت کې د غور ولايت وياند عبدالحق خطیبي د پېښې پخلی کوي، خو زياتوي، چې د طالبانو په برید کې وژل شوي خلک ټول ملکيان دي.

طالبانو د دغې  پېښې مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي په خپل ټويټ کې ويلي، چې دولتيار ولسوالۍ کې يې څوارلس سيمه‌ييز پوليس وژلي او د هغوی قومندانان ګل بهادر او فروتن يې ټپيان کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون