رسنۍ سلايډ (فيچر) کورنۍ

ويسا ورځپاڼه: د ډېورنډ پر سر معامله؛ سپیناوی به یې څوک کوي؟

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل له رسنیو سره په خبرو کې پر ولسمشر غني او حنیف اتمر تور لګولی چې د ډېورند پر سر یې له پاکستان سره معامله کړې ده، نوموړي د ولسمشر غني پر وروستیو ګومارنو او برطرفیو هم نیوکه کړې وایي چې په ملیونو ډالره لوی قراردادونه یوازې هغه چاته ورکول کېږي چې په راتلونکیو انتخاباتو کې د غني کمپاینران وي.

سره له دې چې نبیل د ولسمشرۍ نوماند دی، د ده دغه خبرې هم د انتخاباتي کمپاین برخه کېدای شي،  خو کوم تورونه چې پر ولسمشر پورې شوي په تېره له پاکستان سره د ډېورند پر سر معامله داسې ساده خبرې نه دي په هر صورت یې سپیناوی په کار دی. خو پوښتنه دا ده چې سپیناوی به یې څوک کوي؟ واقعیت دا دی چې د ډېورند پر سر معامله ملي خیانت دی دا د خاورې او ولس د برخلیک خبره ده چې پر دې هېڅ حکومت او ولسمشر د پرېکړې واک نه لري، ډېورند کرښه د یوه ولس پر ټټر را کش شوې استعماري کرښه ده چې تر اوسه هېڅ افغان چارواکي د هغو د منلو جرئت  نه دی کړی.

د غني حکومت په لومړیو کلونو کې د اس او پي او امنیتي تفاهم لیک له لاسلیک سره داسې ګامونه اوچت کړل چې معنا یې په اوږده موده کې د ډېورند په رسمیت پېژندل وو. خو هماغه مهال ویسا ورځپاڼې دغه اسناد خپاره کړل چې د غني حکومت مجبور شو د هغو له لاسلیک نه انکار وکړي.

وروسته وخت پر وخت د ډېورند په اوږدو کې پاکستان تاسیسات جوړ کړل، کټارې یې ودرولې، ازغن تار یې وغځاوه د غني حکومت پرې چوپه خوله ؤ. د رحمت الله نبیل استدلال هم دا دی چې که معامله نه وي شوې د پاکستان د دغه تېري پر خلاف له ارګه ولې یو اعتراض اوچت نه شو. د مخنیوي خبره خو ډېره لرې ده.

د غیر ملي او پر پردیو پورې د تړل شویو حکومتونو پایله همدغه ده، متاسفانه حکومت د ولس پر خاوره او برخلیک لوبې کوي، په ولس کې داسې شیمه او توان نشته چې مخه یې ونیسي.

د انتخاباتي کمپاین پر مهال به ډېر داسې تورونه یو پر بل پورې شي، که څه هم په شخصي او سیاسي لحاظ په ملي برخلیک ټاکونکیو مسایلو کې پر ولسمشر او اجرائيه  رئيس سربېره که پر حنیف اتمر او یا کوم بل پخواني چارواکي تور لګېږي دوی یې هم باید ځواب ووایي ځکه چې په ملي برخلیک کې دا استدلال نشي کېدای چې ما د بل چا په حکم دا کار کړی دی. خو اصولاً اصلي پړه د حکومت د لومړي مسوول پر اوږو ده. خدای دې وکړي که په راتلونکې کې په رښتیا انتخابات کېږي د ډېورند مساله، د امنیتي تړون د لاسلیک مساله او د سولې مساله یې د انتخاباتي کمپاین لوی سرلیکونه وي خدای دې وکړي په ولس کې دا شعور را پیدا شي چې له هر چا سره حساب کتاب وکړای شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون