افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشريزو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو ملاتړې نومليکنه پيل شوه

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ملاتړې يا تقويتي نومليکنه پيل شوه.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرې حوا عالم نورستاني نن په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې د تېرو پارلماني ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوملړ کارولو سره د رايه کوونکو ملاتړې نومليکنه پيل کړې ده.

د مېرمن نورستاني په وينا د نومليکنې دغه بهير نن د جون په اتمه «د غبرګولي په ۱۸مه» پيل او د جون تر ۲۹مې «د چنګاښ تر ۸مې به روان وي.»

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د نومليکنې په دې بهير کې به هغه کسان ګډون کوي، چې  تازه هېواد ته راستانه شوي، په تېرو پارلماني ټاکنو کې  يې ګډون نه وي کړی او  يا هم د اوسېدو حوزه يې بدله کړي وي.

له تېرو څو مياشتو راهيسې درې ځله د ولسمشريزو ټاکنو موده ځنډول شوې او د ټاکنو خپلواک کميسيون د وروستي مهالوېش له مخې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸ «د روان لمريز کال د تلې په شپږمه» ترسره شي.

مېرمن نورستاني وويل، چې ټاکل شوې وه، په ۳۳ ولايتونو کې د ملاتړې نومليکنې لپاره ۵۳۲ مرکزونه پرانيستل شي، خو د امنيتي ستونزو له ارزولو وروسته کميسيون پرېکړه وکړه، چې په يادو ۳۳ ولايتونو کې به ۴۳۲ مرکزونه پرانيستل شي.

د ولسمشريزو ټاکنو نېټه درې  ځله ځنډول شوې ده

د ټاکنو کميسيون يو ځل ويلي و، چې  ولسمشريزې ټاکنې به د ۱۳۹۷ د وري مياشتې په ۲۱مه ترسره شي، وروسته دغه نېټه کې بدلون راغی او د  ۱۳۹۸ کال د سرطان په ۲۹مه به ترسره شي، خو وروسته دغه نېټه کې هم بدلون راغی او ولسمشريزې ټاکنې به د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي.

د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې له ګڼو ننګوونو سره مخ دي.

د امریکا او طالبانو د خبرو په پيل کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ويلي و، چې هڅه به وکړي، له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرې يوې پایلې ته ورسوي، خو وروسته يې وويل، چې د سولې روانو خبرو سربېره ولسمشريزې ټاکنې هم د امریکا لومړيتوب دی.

د روانې جوزا مياشتې په لومړۍ نېټې د ولسمشر اشرف غني د واک قانوني موده پای ته رسېدلې، خو سترې محکمې د ولسمشر د واک موده وغځوله او هغه ته يې واک ورکړی، چې د ټاکنو ترسره کېدو او نوي حکومت تر راتلو دې په واک کې پاتې شي.

د ولسمشر غني سيالان او د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو شورا له جوزا وروسته د ولسمشر غني واک ناقانونه بولي او هغه يې د ټاکنو په مهندسۍ تورن کړی دی.

د ولسمشريزو ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ امنيتي ګواښونه دي، خو دفاع وزارت وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د امنيت ساتلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون