افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

سوداګرۍ خونه: د ناامنيو او اداري فساد له امله پانګوال خپلې پانګې له افغانستانه باسي

د افغانستان د سوداگرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، چې خصوصي سکتور او سوداګر تر سختو ګواښونو او فشارونو لاندې دي او ډېری پانګوال د ناامنيو او اداري فساد له امله خپلې پانګې له هېواده وباسي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان مرستيال په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې په هېواد کې د ترينګلي امنيتي وضعيت، لوړې تعرفې، اداري فساد، د سوداګرو نيول او تښتول د دې لامل شوي، چې پانګوال خپلې پانګې له افغانستانه وباسي.

د  الکوزي په وينا په دې وروستيو کې شاوخوا څوارلس سوو پانګوالو خپلې پانګې له هېواده ويستي دي، چې دا کار د هېواد اقتصاد له رکود سره مخ کولی شي.

ښاغلي الکوزي له حکومته غوښتي، چې د سوداګرو او پانګوالو امنيت ته پاملرنه وکړي او دوی سره د همکار په توګه چلند وکړي.

د سوداګرۍ خونې مرستيال دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پلازمېنې کابل سربېره په ننګرهار، مزار، هرات، کندهار او نورو سيمو کې د سوداګرو تښتول، ګواښل او وژل د ورځنيو خبرو برخه ده، خو حکومت تر اوسه د سوداګرو د امنيت ټينګولو کې نه دی بریالی شوی.

خو د کورنيو چارو وزارت بيا وايي، چې د سوداګرو امنيت خوندي کول يې لومړيتوب دی او په دې برخه کې به له سودګراۍ خونې سره  په ګډه کار وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون