سلايډ (فيچر) نظر

ولسمشر په رېښتیا هم بې بدیله دی؟

رښتین افغان

د نړۍ په کچه چې هر څوک په یوه اداره کې د یوه پوسټ لپاره کاندیدیږي نو حتماً لږ تر لږه د نوموړي پوسټ د سرته رسولو وړتیا په خپل ځان کې ویني، چې بیا وروسته کله نوموړي پوسټ بریالی شي نو هماغه وي چې ښه په کې ځلیږي، او که ښه و نه ځلیږي د ادارې مشر یې له پوسټ نه لرې کوي. همدا اصل دلته په افغانستان کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې هم پیلی کیږي. همدا ده چې موږ کله وینو چې بعضو خلکو ته تقدیر نامه ورکول کیږي او بعضو نور بیا له دندو شړل کیږي.

خو د افغانستان ولسمشر (محمد اشرف غني)  ته که راشو هغه بیا داسې نه دی، بلکې هغه لکه د هغه خیاطان، او ټامیان چې وایې: «یو بې بدیله ولسمشر دی»، که موږ ورته لږ متوجه شو نو رېښتیا هم بې بدیله ولسمشر دی، البته په منفي اړخ کې بې بدیله دی. او دا خبره رېښتیا هم ده، ځکه د نړۍ په تاریخ کې هیڅوک داسې په رېشخند نه ولسمشرۍ ته رسیدلی لکه دی چې ورسیدل، په ټاکنو میلیونونو ډالر مصرف شول خو اخیر هم دی د جان کیري په انتصاب ولسمشر شو، او نه یې داسې له ریشخنده ډک حکومت جوړ کړی، چې ۵۰ سلنه  وزیران او د حکومت آراکین ده وټاکل او ۵۰ سلنه بیا یو بل کس چې ټاکنې یې نه وې ګټلې (ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله) وټاکل. او نه یې داسې له ریشخنده او تاریخې مسخرو ډک حکومت کړی دی. چې هیڅ شی وجود نه لري فقط هوا ګزوي، هوایې دهلیزونه دي، هوایې او د ګوګل نقشې دې، هوایې امنیت دی، خیالي افغانستان دی او انټرنیټي حکومت دی، یعنې چې انټرنیټ ته کینې حکومت شته خو چې له انټرنیټه را جګ شوي نه حکومت شته، نه دې سر په امن دی، نه دې مال په امن دی او نه دې عزت په امن کې دی.

آیا ولسمشر په رېښتیا هم بې بدیله دی؟

راځئ چې لږ ځیر شو چې: آیا زموږ ولسمشر کوم فیلسوف دی؟ کوم ملي رهبر دی؟ د کوم پر مختللي او زیات محبوب حزب مشر دی؟ د کومې بنیادي او بنسټیزې نظريې ایجادونکی دی؟ کوم تاریخي قهرمان دی؟ هیواد یې آزاد کړی؟ موږ ته یې آزادۍ را وړې؟ زموږ اقتصاد یې له صفر نه آسمان ته رسولی؟ زموږ اردو او امنیتي ځواکونه یې تقویه کړې دي؟ د هیواد پولې یې له ګاونډیانو لاسته راوړې؟ د خلکو په عوایدو کې یې څو فیصده اوچتوالی راوستی؟ کورنۍ جګړه یې ختمه کړې؟ بهرني ځواکونه یې له هیواده ایستلي؟ هیواد ته یې د نړۍ په سطحه کوم ور ویاړ ور په برخه کړی؟ آیا افغانستان یې لکه د پخوا په شان د نړۍ د مخدره توکو د تولیدونکو، انسان تښتونکو، انسان وژونکو، د ماشومانو او ښځو ځورونکو، مافیا لرونکو هیوادونو له جملې څخه یې ایستلی؟ او که د نړۍ په سطحه د همدې ډول ناکامو او فاسدو هیوادونو په سر کې راغلی دی؟

واقعیت خو دادی چې ولسمشر د هیواد لپاره هیڅ هم نه دې کړي؛ کومې پروژې چې اوس تکمیل شوې هغه هم دده د حکومت څخه لا مخکې پیل شوې وې. کله چې یو کس په دې اندازه په خپله وظیفه کې وروسته پاتې راشي نو بیا به څنګه هغه ته موږ ویلای شو چې هغه بې بدیله ولسمشر دی؟ زه خو په دې نظر یم چې که ټامیان هم دا خبره کوي بد کوي ځکه اقلاً یو هوښیار انسان په دې پوهیږي چې په پنځه کاله دوره کې چې یو سړی ولسمشر وي او هغه خپل واکی وي نو بیا ولې په هر شي کې دومره وروسته پاتې راځي؟ معلومه ده چې هغه ښه مدیریت نه شي کولای، هغه ممکن یو تیوریسن وي خو هغه هیڅکله هم یو عملي مدیر نه شي کیدای. لذا ددې خبرې معنا داده چې ښاغلی اشرف غني بدیل نه لري ځکه د هغه په شان ناکام ولسمشر د نړۍ په مخ بل ځای کې وجود نلري، بلکې تنها په افغانستان کې وجود لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون