سلايډ (فيچر) نظر

په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل؟

ډاکټر فیض محمد ځلاند

(په افغانستان کې ریښتا څه تېرېدل؟ ) د پخواني شوروي د یرغل په وخت کې، د پوځ د ستر سلاکار الکساندر مایوروف لیکلی شوی کتاب دی چې د شوروي اتحاد د ګڼو وحشتونو، د ببرک کارمل د ګوډاګیتوب، د وخت د افغان حکومت د پردیتوب څخه پرده پورته کوي. کتاب په ۲۰۰۴ کې په لومړې ځل پښتو ته ژباړل شوی دی، کلونه د مخه مې دا کتاب لوستی و، خو دا ځل مې د روانو حالاتو، د امریکا د نظامي شتون او د افغان حکومت د ګونګو تګلارو سره په پرتله مې دا ځلی ښه په غور ولوست. جنرال مایوروف په کال ۱۹۸۰ ـ ۸۱ کې په ګران وطن کې د شووروي د یرغل او د ببرک کارمل د حکومت ستر سلاکار پاتې شوی دی. نوموړي جنرال د شوروي د وخت د حکومت او دارنګه د افغان حکومت ناویلو، نا لیدلو رازونو ته لاس رسی درلوده، تر ډېره بریده یې ځینې داسې حقایق په کتاب کې ذکر کړې چې هر افغان ځوان ته پرې غور، سوچ په کار دی.

کتاب د لیکوال په شخصي مشاهداتو ډېر را څرخی، ټول ټال ۳۹۶ مخو کې لیکلی شوی چې په ۱۴ څپرکو کې رانغاړل شوی دی. په تېرو لسو کلنو کې مې ګڼ کتابونه د امریکایي، اروپایي هېوادونو د نظامي سلاکارانو او ملکي کسانو چې په ګران وطن کې دندې ترسره کړي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او یا هم اوس د غني له حکومت سره په نژدې دندو کې پاتې شوي، لوستي دي، له دې امله، په دا وروستیو کې مې هوډ وکړ چې د روسانو د یرغل د وخت کتابونه یو ځل بیا ولولم، پرتله یې وکړم، له تېر تاریخ څخه زده کړه وکړم، له ګرانو ځوانانو سره خپله انګیرنه، شننه شریکه کړم، هغوی وهڅوم چې د پرتلیز جاج په پار د دواړو یرغلونو، د حکومتونو د بیلګو، کړنو او د افغانانو د راتلونکي په اړه د اټکلونو د پاره، د دې کتابونو لوست ته مخه کړي.

جنرال مایوروف وایې چې زموږ د یرغل په وخت کې، افغانستان شاوخوا ۱۸۰۰۰۰ – ۲۲۰۰۰۰ پوځیان درلودل، چې سوچه افغان پوځ و، د خپل هېواد د ملي ګټو د خوندیتوب  لپاره جوړ شوی و، خو وایې زموږ د یرغل سره سم، نوموړي پوځ د خپلو وروڼو مسلمانانو خلاف وسلې پورته کړې او سخت یې وځپل. لیکوال وایې چې کله په لومړې ځل راته په افغانستان کې د دندې د ترسره کولو وړاندیز وشو، نو لوی درستیز خپل دفتر ته وروغوښتم، راته یې وویل چې ببرک کارمل یو سپک، کرغېړن کس دی، خو زموږ غوښتنو او لارښوونو ته کلک غوږ نیسي، د هغه ملاتړ وکړه. جنرال له دې پخوا په مصر، چکوسلواک او بالتیک کې د پوځ د ستر سلاکار په توګه دندې ترسره کړې وې، د تېرو تجربو پر اساس ورته د نوې دندې ترسره کول اسانه برېښده. لیکوال زياتوي چې خپلو مشرانو ورته وویل چې په افغانستان کې به افغان وژنه تر هغو دوام پیدا کړې تر څو چې یو افغان بل افغان وژني، تر څو چې په دوی کې د غچ اخېستلو حس ژوندی وې، په دې توګه یې زه یوې اوږدې دندې ترسره کولو ته چمتو کړم. نوموړی وایې چې په افغانستان کې د بریا  لپاره زموږ اټکل د اوونیمو میاشتو په پایله کې د شوروي د شپاړسم جمهوریت د جوړېدو خوب و، چې ما ته یې د تعبیر دنده سپارل شوي وه.

جنرال ځای، ځای افغان مجاهدینو ته د (اشرارو) د نوم ذکر کوي، وایې چې دا نوم موږ د افغان حکومت مخالفینو ته خوښ کړی و، په همدې نوم مو د هغوی خلاف جګړه کوله. د مایوروف د دندې په اوږدو کې ببرک د حکومت ولسمشر، کشتمند لومړی وزیر، رفیع د دفاع وزیر، ګلاب زوی د کورنیو چارو وزیر، سلیمان لایق د سرحدونو د چارو د مشر، اناهیتا راتب زاده د ببرک ځانګړې سلاکاره او د ښځو چارو فعاله او داکتر نجیب د خاد مشر یاد شوي دي. ځای، ځای د کتاب په اوږد کې د همدې افغانانو د ظلمونو، شرابخوریو او د سرټیټو ذکر راغلی دی.

لیکوال په کتاب کې د ببرک کارمل د ژورې غلامۍ، له حده زیات د شرابو د اعتیاد، لټۍ او غوړه مالۍ ذکر کوي. د لوړ پوړو روسانو ترمنځ ببرک کارمل په ( یابو) مشهور و، دوی وخت نا وخته د یابو د بدلیدو پلانونه جوړوي، تر څو د کارمل پر ځای قاطع او په کار پوه کس وګمارلی شي، چې د افغانستان مخ په ورانۍ حالات ښه کنترول او مدیریت کړي. جنرال وایې چې ببرک کارمل او ډله یې د خپلو عسکرو، افغانانو په وژنه بیخې بې پروا وو، خو زموږ ( روسانو) د عسکرو په وژنه به بیخې، بیحده زیات خفه کېدل، هغه د کندهار د جګړې پیښه انځوروي، چې په نوموړې جګړه کې ۹ روسي عسکر وژل شول، شاوخوا ۱۳ تنه ټپیان شو، خو په زرګونه مجاهدین او افغان عسکر په کې پوپنا شول، ببرک ته چې کله نوموړی خبر وروسیده، هغه د ۹ روسانو په وژنه د ملي ماتم د اعلان تابیا ونیوله، دوه اونۍ یې دفتر خونه ځان پسې بنده کړه، په شرابو کې مست، خمار پاتې شو، تر څو پرې غم غلط کړي. لیکوال وایې چې تر دې حده د افغان حکومت ټېټیدل ورته بیخې د تصور وړ نه و. دارنګه لیکوال د پرچم او خلق د مشرانو، غړو تر ترمنځ د ژورو اختلافاتو په اړه خبرې کوي، ځای، ځای افغان مجاهدینو ته د ( پیښوریانو ) نوم اخلي، ځکه د دی په اټکل مجاهدین له پیښور څخه خپلې جګړې او مقاومت ته کار کاوه. د مجاهدینو خلاف د سختو جګړو، شپنیزو عملیاتو، د بې رحمه وژنو ګڼې پیښې انځوروي. د هرات د جګړې کیسه یې ډېره زړه بوږنوونکي ده چېرته چې شاوخوا ۸۰۰ بندیان د ډاکتر نجیب لخوا په پټه په اعدام محکومیږي، پرته له دې چې محکمه شي، حال دا چې روسي مشاروینو ورته ویلي و چې د لنډې بند مودې وروسته، د ضمانت په وړاندې باید نوموړي بندیان خوشي شي، له همدې امله، د شوروي لوړ پوړې مشران په نجیب په غوسه کیږي، د پاتې بندیانو د خوشي کیدو امر ورته کوي.

لیکوال په دې اړه هم خبرې کوي چې کله د افغان جګړې د اوږیدو، ناکامیدو خبرې را پورته کیږي، نو روسان په دې لټه کې کیږي چې څنګه افغانان د افغانانو خلاف وجنګوي، د جګړې پړه د هغوی په اوږه ور وغورځوي، له تاریخي مسولیت څخه روسان خلاص کړي، د همدې پلان له مخې افغانان کورنۍ جګړې ته ټیل وهلی کیږي. جنرال د جګړې په لیکو کې په افغان پوځیانو او مشرانو بې باوره کیږي، له دې امله د جګړې د پرمخ وړلو د پاره دوه نقشې جوړوي، یوه اصلي چې له خپلو پوځیانو سره یې شریکوي، دویمه جعلي چې له افغان پوځیانو سره یې شریکوي، تر څو د عملیاتو په اوږدو کې مجاهدین له ځپلو پاتې نشي، په تیښته بریالي نشي او مات شي.

جنرال د جګړې د لیکو له کتلو سره ډېره لیوالتیا لري چې د همدې ولایتي سفرونو په ترڅ کې ترې ببرک کارمل تل پټیږي، له دې امله هغه ورته سپک او بې باوره ملګری ښکاري. جنرال وایې چې زما درې کسان ډېر بد ایسي: احمق، لټ او شرابخور، او دا درې واړه ځانګړنې په ببرک کارمل کې یو ځای وي، د دندې او د شوروي د ګټو د خوندیتوب لپاره باید له ببرک سره ګډ کار وکړم، کنه له داسې احمق سړی سره په یوه کاسه کیناستل هم ظلم دی. د دې تر څنګ چې ببرک کارمل خپله د جګړې له لیکو لیدنه نه کوي، خو تل د زیاتو پوځي مرستو، نظامي سلاکارانو، الوتکو، ماشینګونو د مرستې غوښتنه کوي، د جګړې په زیاتوالي او د مجاهدینو په ځپلو تل ټینګار کوي.

د کتاب لوستل لکه د پورته ځینو برخو په یادونه سره ځکه مهم دی چې د امریکایي پوځي مشرانو خاطرات چې لولو هم د ورته یادونو او قضاوتونو سره به مخ شو. د کتاب د پاتې برخې په اړه دویمه لیکنه هم کوم، تر څو قدرمن ځوانان پرې لا ښه پوه شي.

درناوی

ډاکټر ځلاند

ډاکټر ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او سياسي فعال دی.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون