سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د افغانستان او پاکستان لوپوړي چارواکي نن اسلام اباد کې غونډه لري

د افغانستان او پاکستان لوړپوړي امنيتي چارواکي نن اسلام اباد کې د سولې او پیوستون په اړه د کابل او اسلام اباد «د عمل پلان» پروګرام په اړه ځانګړې ناسته لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه په يوه خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي، چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال ادريس زمان او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سهيل محمود ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل په اسلام اباد کې رسنيو ته وويل، چې په دغه ناسته کې به د عمل پلان پروګرام په پرمختګونو او د بريا په لارو چارو خبرې وشي.

کابل او اسلام اباد تېر کال د دوه اړخيزو همکاريو په موخه د عمل پلان پروګرام په نوم پنځه کاري کمېټې جوړې کړي او د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي يې مشري او څارنه کوي.

د افغانستان او پاکستان لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې ګډه ناسته کوي، چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم روانه اوونۍ پر ځينو مسايلو د بحث لپاره اسلام اباد ته تللی و او ټاکل شوې، چې د راتلونکي سرطان مياشتې په شپږمه ولسمشر اشرف غني هم اسلام اباد ته لاړ شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي نن په کابل کې رسنيو ته وويل، چې اسلام اباد ته به د افغان چارواکو سفر ښې پایلې ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون