سوله نړيوالې

نیویارک ټایمز: د سولي ولسي حرکت او طالبان

ژباړه: واحد فقيري

نیویارک ټایمز د جون پر ۱۰ لیکي د سولي ولسي حرکت غړي بالاخره پدې وتوانېدل چي د طالبانو سره مخامخ خبري وکړي، او د طالبانو سره د خبرو پر مهال يې دا مسله درک کړه چي طالبان هم د هغوی په څېر خلګ دي، او د سولي لپاره ورته شان مطالبې لري. خو د سولي ولسي حرکت غړو دا هم درک کړه چي د طالبانو او د کابل حکومت مشران یو ډول دي. دواړه نه غواړي چي د سولي لپاره لازم سازش او کامپرومایز وکړي.

د سولي ولسي حرکت مشر ښاغلی اقبال خیبر وايي،«د هغوی مشرانو راته وویل چي هغوی کولای سي چي خپل جنګیالي سولي ته راضي کړي، خو د هغوی مشران به تر هغه وخته پوري خپل نظریات بدل نه کړي، تر څو يې مطالبې نه وي منل سوي.» خیبر علاوه کړه،«هغوی هم عینا لکه د حکومت مشران پر جنګ باندي ټینګار کوي.»

نیویارک ټایمز لیکي د کابل حکومت د سولي ولسي حرکت ته خبرداری ور کړی وو چي د طالبانو سیمو ته دي نه ځي، خو هغوی د مې د میاشتي پر ۳۰ مه له لښکرګاه څخه د موسی کلا پر لور حرکت وکړ. دا وخت د روژې اخري ورځي وې، او د حرارت درجه ۱۰۵ ډیګري وه. د هلمند له سوځنده لمر څخه يې د نجات یوازنۍ وسیله چترۍ وه. هغوی وروسته له پنځو ورځو مزل څخه د نوزاد ولسوالۍ ته ورسېدل. دا ولسوالي د طالبانو تر ولکې لاندي سیمه ده.

نیویارک ټایمز لیکي د سولي ولسي حرکت غړي د افغانستان د ټولني له مختلفو طبقاتو او اقشارو خلګ دي. په هغوی کي بزګران، روزانه مزدورکاران، محصلین، او تاجران شامل دي. خو د حکومت مامور په کښې نسته.

اخبار لیکي کله چي د سولي ولسي حرکت غړي د نوزاد رود کلي ته ورسېدل، هغوی د طالبان سره مخامخ سول. خیبر وايي،«هغوی زموږ په څېر خلګ ول. د هغوی څېرې زموږ په شان وې. هغوی زموږ په ډول ږیري لرلې، او زموږ په رقم کالي او رواج يې لاره.» طالبانو سمدستي د سولي ولسي حرکت د غړو لسټ راویست، او حاضري يې واخیسته. طالبان له هوايي بمبار څخه په وهم کي ول،‌ او مدام يې خپل ځای بدلوی. د هغوی خوراک لوبیا، شلومبې، او وچه ډوډۍ وه. خیبر وايي،«هغوی زموږ څخه بخښنه وغوښته چي شلومبې يې سړې نه دي، ځکه یخی ډېر ګران دی، او په اسانه نه پیدا کېږي.»

خیبر وايي په لومړیو شېبو کي د طالبانو د مشرانو برخورد شکاک او خصمانه وو، خو وروسته يې چلن نرم سو. هغوی زموږ کیسې واورېدې، او موږ ته يې چای، هندوانې راوړې. خیبر وايي د طالبانو په سیمو کي د مخدره موادو د قاچاقبرانو او بزګرانو فرق دا وو چي «قاچاقبران مزي او بزګران ډنګر ول.»

د سولي ولسي حرکت وايي‌ چي طالبانو هغوی ته خپل جېل هم ورښکاره کړ، هلته زیات شمېر اسیر پولیس او عسکر بنديان ول. طالبانو غوښتل چي دا وښيي چي د بندیانو سره ښه سلوک کوي.

د سولي ولسي حرکت ۲۸ کلن غړی، زمری ځلاند، وايي یوه طالب جنګیالي په غوږ کي ورته وویل چي غواړي د سولي ولسي حرکت سره یو ځای سي. «هغوی ګرده سوله غواړي. او هغوی د میني او محبت تږي دي.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون