سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

نېشنل انټرسټ مجله: امریکا د روسيې په مرسته له افغانستانه وتلی شي

د امریکا نېشنل انټرسټ مجله وايي، چې امریکا د افغانستان اتلس کلن بحران د پای ته رسولو لپاره د روسيې مرستې ته اړتيا لري  .

مجله زياتوي، چې مسکو او واشنګټن د اوکراين، سوريې او د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د روسيې لاسوهنه هغه موضوعات دي، چې د دواړو هېوادونو اړيکې يې ترينګلې کړي او داسې نه ښکاري، چې مسکو او واشنګټن دې پخلاينې ته ورسيږي.

نېشنل انټرسټ مخکې لیکي، چې افغانستان بيا هغه ځای دی، چې مسکو او واشنګټن له يو بل سره نږدې کولی شي او د ترهګرۍ ستونزه د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او بايد په ګډه يې پر وړاندې ګامونه پورته کړي.

مجله زياتوي، چې د تېرو کلونو د تجربو له مخې جګړې که يوه لور ته د افغانانو ژوند له کړاوونو ډک کړی، خو بل لور ته يې القاعده، داعش او نورې سخت دريځې ډلې هم له دغې جګړې راپيدا شوې، چې ګواښونه يې تر امریکا او روسيې هم ورسېدل.

نېشنل انټرسټ ليکي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتيا لري او بايد له دې چانسته ګټه پورته کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون