ټکنالوژي

انټرنټ کې یوه دقېقه کې کوم کارونه کېږي؟

د یو اټکل له مخې ټوله نړۍ کې یوه دقیقه کې دننه له ۲۲۰ څخه زیات ماشومان پیدا کېږي او تقریباً ۱۵۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو ایا پوهېدئ چې یوې دقېقې کې دننه د انټرنټ نړۍ کې کومې پېښې او فعالیتونه ترسره کېږي؟

که څه هم یوه دقیقه یا ۶۰ ثانيي ډېره لږه موده ښکاري؛ خو دغه یوه دقیقه کې نه یوازې نړۍ کې بلکه د انټرنټ نړۍ کې هم ډېر داسې کارونه ترسره کېږي چې پرې باور کول ستونزمن وي.

پر انټرنټ نظر ساتونکي وېب پاڼه «وژول کېپېټلسټ» له لوري خپره شوې راپور کې ښودل شوی چې یوې دقیقې کې دننه انټرنټ کې کوم کارونه کېږي.

– یوې دقېقې کې گوگل څخه ۳۸۰۰۰۰۰ پوښتنې پوښتل کېږي یا مختلفو موضوعاتو اړوند معلومات لټول کېږي،

-یوه دقیقه کې یو لک کسان خپل فېسبوک خلاصوي،

– یوه دقیقه کې ۱۸٫۱ مېلیون پیغامونه استول کېږي،

– یوټیوب کې ۴۵ مېلیونه ځله وېډیوگانې کتل کېږي،

– له گوگل پلې اسټور او اپل سټور څخه ۳۹۰۰۰۰ څخه ډېر کاریالونه ښکته کېږي،

– انسټاگرام کې له ۳۴۷۰۰۰ څخه ډېر پوسټونه شریک کېږي،

– ټوېټر کې ۸۷۵۰۰ ټوېټونه کېږي،

– ټوله نړۍ کې خلک ۹۹۶۹۵۶ زره امریکايي ډالر په ارزښت توکي پېري،

– د وټس اپ او فېسبوک مسېنجر له لارې ۴۱٫۶ مېلیونه پیغامونه استول کېږي،

– د نړۍ به کچه ۱۸۸ مېلیونه برېښنالیکونه استول کېږي.

هېره دې نه وي چې دا شمېرې د ۲۰۱۹ د لومړیو شپږو میاشتو دي او د هرې دقیقې په دې موده کې په اوسط ډول دغه شمېر پورتني فعالیتونه ترسره شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون