لوبې

د افغانستان کرېکټ بورډ کې ستر بدلونونه راوستل شول

نن د افغانستان کرېکټ بورډ یوې رسمي خبري ناستې په ترڅ کې چې د دغې ادارې فېسبوک پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خپره شوه له یو شمېر بدلونونو څخه خبر ورکړ.

دغې غونډې ته د افغانستان کرېکټ بورډ مشر ښاغلی عزیزالله فضلي وویل چې دغه بدلونونه د افغانستان د کرېکټ غوره راتلونکی او افغان ملت خوښۍ لپاره راوستل شوي.

ښاغلی فضلي په پیل کې اعلان وکړ چې د دغه بورډ د څلور نوي غړي د افغانستان ولسمشر له لوري منظور شوي چې دې سره د افغانستان د کرېکټ بورډ د غړو شمېر بشپړ شو او ټولې ستونزې او پرېکړې چې دغو غړو معرفي کېدو ته ځنډول شوي ول به نژدې راتلونکې کې اوارې شي.

له دې وړاندې حکمت خلیل کرزی، اکلیل حکیمي د ماليي پخوانی وزیر، سید سادات نادري د ښار جوړونې پخوانی وزیر او احمد شاه سنگدل د دنیا پوهنتون رییس د افغانستان د کرېکټ بورډ غړي ول.

اوس د دغو کسانو پر ځای سناتوره نور گلالۍ ساپۍ، احمد جواد پیکار د ښار جوړونې وزیر، ضیاءالحق امرخېل د ولسمشر ستر سلاکار او شکرالله عاطف مشعل په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د کرېکټ بورډ پخوانی رییس د کرېکټ بورډ نوي غړي په توگه معرفي شول.

له دې سربېره د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې لپاره هم نوي کسان معرفي کړل. له دې وړاندې دولت احمدزی او پاچا حسین د دغې کمېټې غړي ول چې اوس د دوی پر ځای انډي مولز او مجاهد ځدران د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شول. د ښاغلی فضلي په وینا له دې وروسته به ملي لوبډله او الف لوبډلې ته د لوبغاړو انتخاب د دغو دوو کسانو مسؤلیت وي.

د کرېکټ بورډ نوو بدلونونو پر ترڅ کې جار عبدالرحیمزی هم چې له دې وړاندې د لوبې پرمختگ (Game Development) برخې مسؤل و د کرېکټ بورډ د رسنیو مدیر په توگه وگومارل شو.

د شفیق ستانکزی تر گوښه کېدو وروسته اسدالله خان د نړیوال جام تر پایه د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر په توگه ټاکل شوی و. د کرېکټ بورډ نننۍ پرېکړې پر بنسټ د دغې ادارې بورډ ته د واجدین د شرایطو معرفي کولو لپاره به یوه کمېټه وټاکل شي او شارټ لېست شوو کسانو څخه به یو کس د کرېکټ بورډ مشر له لوري د اجرایوي رییس په توگه وگومارل شي.

همداراز د راتلونکی افغان پرېمیر لیگ لپاره هم یوه کمېټه وټاکل شوه چې دغه کمېټه به له نن څخه خپل کار پیلوي او شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج او دریځ به د دغې کمېټې غړي وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون