سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

افغان او پاکستاني چارواکي سره په سولې غږېدلي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ادریس زمان د يوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سهيل محمود سره د دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سولې په موضوع غږېدلی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فیصل وايي، د  افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او پيوستون لپاره «د عمل پلان» د ارزونې او پرمختګ په موخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال له خپل پاکستاني سيال سره ليدلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د دغې ناستې د پخلي سربېره هيله ښکاره کړې، چې دا ناسته به د کابل او اسلام اباد په اړيکو کې مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي وايي، په دغه ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو او سولې بهير د ارزولو سربېره د روانې جون مياشتې په ۲۷مه اسلام اباد ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه هم خبرې شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون