لوبې

دولت احمدزی: د لوبغاړو د تبادلې پړاو پیلوو

نن د افغانستان کرېکټ بورډ د خبري ناستې په ترڅ کې د دغې ادارې د بورډ څلور نوي غړي معرفي کړل او په ادارې کې د یو شمېر بدلونونو اړوند خبرې وکړې. دغې خبري غونډې په پیل کې د افغانستان د کرېکټ بورډ رييس ښاغلی عزیزالله فضلي خبرې وکړې او دغې ادارې کې نوي گومارل شوي چارواکې يي معرفي کړل.

له نوموړی وروسته دولت احمدزی خبرې وکړې او ويي ویل چې د لوبغاړو د بدلون پړاو پیلوي او د افغانستان د کرېکټ بورډ د ادارې له پرېکړو يي کلک ملاتړ وښود.

دولت احمدزی وویل چې نړیوال جام کې لوبېدونکې لوبډله همدومره وړتیا لري او له دې غوره لوبه نشي کولی. د ملي لوبغاړو وروستیو پرلپسې ماتې لامل بې اتفاقي نه بلکه د وړتیا نشتون دی.

نوموړی وویل چې بریا کې د ملي لوبډلې د توپ وهنې پیلونکو توپ وهونکو ونډه ٪۳۹ ده، چې دې کې هم تر ټولو زیاته ونډه د رحمت شاه ده. د نړۍ پیاوړو لوبډلو پر وړاندې زموږ د توپ وهنې پیلونکي لوبغاړي موږ ته هغه رول نه دی لوبولی د کوم چې موږ ترې تمه لرو. د نورو لوبډلو د توپ وهنې پیلونکي لوبغاړي په بریا کې ٪۵۸ رول لوبوي.

نوموړی وویل چې د نورو هېوادونو د لوبې پیلونکي توپ وهونکي لږ تر لږه لومړیو پنځلسو اورونو کې خپله وېکېټه له لاسه نه ورکوي، په خرابو توپونو څلوریزې او شپږیزې وهي او د توپونو له لاسه ورکولو پر ځای یوه او دوې منډې جوړوي، خو موږ دغه برخه کې ډېرې ستونزې لرو چې باید پرې کار وکړو.

ښاغلی احمدزی وویل چې منځنۍ توپ وهونکو کې یوازې رحمت شاه او حشمت شهیدي د منډو جوړولو غوره اوسط لري او د پاتې ټولو توپ وهونکو د منډو اوسط له دېرشو منډو څخه ټیټه ده. نوموړي زیاته کړه چې زموږ ځینې توپ وهونکي اوس هم د ۲۳ او ۲۱ منډو اوسط لري.

په دې ورستیو کې یو شمېر افغانان وايي چې لوبډله کې بې اتفاقي ده چې له همدې امله لوبغاړي ښه لوبه نه کوي، خو ښاغلی احمدزی وویل چې هېڅوک دې بې اتفاقي نه بهانه کوي. دغو لوبغالو او دغو پیاوړو لوبډلو پر وړاندې زموږ د لوبغاړو د لوبې تر ټولو لوړه کچه همدغه ده او له دې د غوره لوبې کولو وړتیا نه لري.

ښاغلی احمدزی وویل: «افغانستان حتی راتلونکو پنځو کلونو کې هم د سترو جامونو لکه نړیوال جام یا اسیا جام د گټلو وړتیا نه لري. دې لپاره باید موږ کار وکړو چې له همدې امله د تبادلې پړاو (Transitional Phase) پیلوو. اوس موږ باید د تبادلې پروسې باندې کار وکړو. یو نسل کرېکټ لوبه وکړه، دغه نسل اتلس کاله لوبه وکړه او اوس وخت يي رسېدلی چې باید بدل شي. له دغو لوبغاړو مننه کوو، کور يي ودان، خو کرېکټ د عمر لوبه ده او د عمر له زیاتېدو وروسته لوبغاړي د تېر په څېر لوبه نشي کولی. د نړۍ مشهور لوبغاړو کرېکټ سره مخه ښه وکړه او وخت يي رسېدلی چې زموږ ځینې لوبغاړي هم استعفاء وکړي. مینه‌وال کېدای شي خپه شي، خو دا په دې معنی نه دی چې یو لوبغاړی د عمر زیاتېدو سربېره بیا هم لوبې ته ادامه ورکړي. دا هېڅ امکان نه لري.»

ښاغلی احمدزی وویل چې زموږ د یو نسل لوبه پای ته رسېدلې او له دې وروسته به د تبادلې پروسه پیلوو، نوي لوبغاړي به انتخابوو او هغوی ته به روزنه ورکوو. نوموړی وویل چې موږ هڅه کوو چې راتلونکی یو کال یا دوه کلونو کې زموږ لوبډله په غوره توگه برابره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون