افغانستان سلايډ (فيچر)

خليلزاد: له افغانستانه د امریکا وتل له تلپاتې سولې سره تړلي دي

د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي زلمي خلیلزاد بلخ کې د دغه ولايت له  پخواني والي او د جمعيت اسلامي له اجراييه رييس عطا محمد نور او د اجراييه رياست دوهم مرستيال محمد محقق سره ليدلي دي.

خلیلزاد ويلي، چې افغانستان کې د سولې لپاره شرطونه برابريږي او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل له تلپاتې سولې سره تړلي دي.

هغه وايي: «کله، چې په بشپړه توګه په افغانستان د سولې چاپېريال جوړ شي، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت اړتيا پاتې نه شي، هغه مهال به امریکا خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.»

محمد محقق هم ويلي، چې د امریکا  ځانګړي استازي سره د سولې بهير سربېره د ولسمشريزو ټاکنو په موضوع غږېدلی دی.

محقق زياتوي، چې خلیلزاد سره يې د سولې بهير په چټکتيا او بین الافغاني مذاکراتو په اړتيا خبرې کړي دي.

د اجراييه رياست دوهم مرستيال دا هم ويلي، چې له زلمي خلیلزاد څخه يې د ولسمشر اشرف غني د صلاحيتونو د محدودولو غوښتنه هم کړې ده.

زلمی خليلزاد د اسلام اباد، بلجيم او جرمني له سفر وروسته وړمه ورځ کابل ته راغلی او دلته يې د ولسمشر غني سربېره د ملي يووالي حکومت له نورو چارواکو او د سياسي ګوندونو له استازو سره ناستې پاستې پيل کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون