افغانستان سلايډ (فيچر)

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چين او ناروې ته ځي

د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی چين او ناروې ته سفر کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرچينې وايي، چې تېره مياشت د مسکو له ناستې وروسته چين او ناروې طالبانو ته بلنه ورکړې، چې بيجينګ او اوسلو ته سفر وکړي.

د سرچينې په وينا د ملا برادر په مشرۍ پلاوی به له چينايي چارواکو سره د سولې روان بهير او نورو اړوندو چارو خبرې وکړي.

طالب استازي په داسې حال کې بيجينګ ته سفر کوي، چې د افغانستان په اړه د امریکا، روسيې او چين د درې اړخيزو ناستو لومړۍ دوه يې په واشنګټن ترسره شوي او ټاکل شوې، چې درېيمه يې په بيجينګ کې ترسره شي.

له دغې درې اړخيزې ناستې وړاندې چينايي چارواکو د ملابرادر په مشرۍ پلاوی چين ته وربللی دی.

سرچينه دا هم وايي، چې ناروې هم طالبانو ته بلنه ورکړې ده او د چين له سفر ورورسته به د ملا برادر په مشرۍ پلاوی د ناروې پلازمېنې اوسلو ته هم سفر وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل رسمي دريځ نه دی ښکاره کړی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون