پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

افغانستان ایران سره لانجمن اټومي تړون لاسلیک کړ

ایراني رسنۍ راپور ورکوي، چې ایران ته د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) سره په همغږۍ د افغاني هیئت د سفر په ترڅ کې د ایران د اټومي انرژي سازمان مشر علي اکبر صالحي او د افغانستان د اتومي انرژي د عالي کمیسیون لوی ريیس طاهر شاران د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د اټومي همکاري تفاهمنامه لاسلیک کړه.

د دې تفاهنمامې له مخې به افغانستان د ایران له هستوي وړتیاوو، په ځانګړي توګه په روغتیا او زراعت کې ګټمن کېږي او همداسې به ایران د افغانستان سرچینو ته لاسرسی مومي او د اټومي انرژي صنعت په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ګډه همکاري پیاوړې کېږي.

د ایران تسنیم خبري اژانس هم دا راپور تائید کړی چې ایران او افغانستان د اتمي انرژي صنعت په برخه کې د همکاري یوه تفاهمنامه لاسلیک کړې ده .

د یادونې ده چې ایران او افغانستان د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې د «هراړخیزې سټراټيژيکې ملګرۍ» سند پر سر خبرې پیل کړې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې لاپخې شي.

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کېږي، د امریکا، او د نړۍ ‌‌‌‌‌‌ډېری لوېدیځ او نور هېوادونه د ایران په اړه په یو حساس پړاو کې دي او ان له ایران سره د خپلو ملاتړو ملکي راکړې ورکړې هم ورته د زغم نه دي.

د کارپوهانو په باور، هیڅوک له ګاون‌‌‌‌‌‌ډیو هېوادونو سره د ستراتیژیکو مسایلو پر سره معاملې نه کوي. له ایران سره د افغانستان د اټومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کول به ښايي له افغانستان سره د نړیوالو همکارۍ ته به سخت زیان واړوي او افغانستان به د نړیوالو اژانسونو په تور لسټ کې راولي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون