افغانستان سلايډ (فيچر)

د تخار د خواجه‌غار ولسوالي د نیولو لپاره نښتې لا هم روانې دي

د تخار امنیتي چارواکي وایي، نن د سهار له یوې بجې راهیسې د تخار په خواجه غار ولسوالي باندې د دغې ولسوالي د نیولو په موخه وسله والو طالبانو پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي او لا هم د ولسوالي د بازار منځ کې جګړه روانه ده.

بي بي سي د یوې ځايي امنیتي سرچینې له خولې وايي، چې د ولسوالي مرکز د طالبانو لاس ته لویدلی او د پاتي دولتي ودانیو او امینتي مرکزونو د نیولو پر سر د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او که سیمې ته تازه دمي ځواکونه ونه رسېږي، نو دا ولسوالي به په پشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولویږي.

بل پلو د تخار د والي ویاند جواد هجري د دې ولسوالي د نیولو خبر رد کړ او وایي د طالبانو دا برید یې پر شا تمبولی دی.

د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، چې ولسوالي او بازار اوس هم د طالبانو په لاس کې دي او امنیتي ځواکونو د سه راهي چوک سره مورچلونه جوړ کړي.

دوی همداراز زیاتوي، چې دلته بمبارۍ هم شوې او د هوايي بریدونو له کبله د زیان د نه اوښتو له وجې شاید طالبانو ولسوالي او دولتي ودانۍ پريښې وي ؛ خو بازار یې اوس هم ولکه کې دی.

تر اوسه دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه معلومات نشته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون