لوبې

۲۷ کاله وروسته د ۱۹۹۲ نړیوال جام رېکارډ مات شو

تېره ورځ د بنگله‌دېش او سریلانکا د نړیوال جام لوبه د باران له امله ترسره نشوه چې دغې لوبې نه ترسره کېدو سره د ۲۰۱۹ نړیوال جام د ۱۹۹۲ د نړیوال جام رېکارډ مات کړ.

انگلستان کې د باران له امله نړیوال جام لوبې د نه ترسره کېدو لړۍ ادامه لري. تېره ورځ د بنگله‌دېش او سریلانکا لوبه هم د باران له امله ترسره نشوه او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

تر دې دمه دغه نړیوال جام کې درې لوبې د باران له امله نه دي ترسره شوي چې دا یو نړیوال رېکارډ دی او د انگستان د هوا حالاتو اداره وايي چې راتلونکې کې به یو شمېر نورې لوبې هم د باران ښکار شي.

له دې وړاندې دوه ځلي نړیوال جام کې دوه دوه لوبې د باران له امله ترسره شوې نه وې. د ۱۹۹۲ نړیوال جام کې چې استرالیا او نیوزیلینډ کې ترسره شوې وه او د ۲۰۰۳ نړیوال جام کې چې سویلي افریقا کې ترسره شوې وه دوه دوه لوبې د باران له امله ترسره شوې نه وې.

خو انگلستان کې لومړۍ د پاکستان او سریلانکا لوبه د باران له امله ترسره نشوه او تېرو دوو ورځو کې په پرلپسې توگه د سویلي افریقا او وېسټ انډیز او ورپسې د سریلانکا او بنگله‌دېش لوبې هم د باران له امله ترسره نه شوې.

د کرېکټ د نړیوال جام په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې درې لوبې د باران له امله ترسره نه شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون