افغانستان سلايډ (فيچر)

لويې څارنوالۍ د جنرال حبیب احمدزي د احضارولو امر کړی

لويې څارنوالۍ د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي امنيت پخواني ستر سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي د احضارولو امر کړی دی.

جنرال احمدزي په خپلو وروستيو څرګندونو کې تور پورې کړی و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځينې کړۍ له ښځينه کارکوونکو او د پارلماني ټاکنو له نوماندانو د کار ورکولو او بريا په بدل کې جنسي رشوتونه اخيستي دي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي وايي،  چې له جنرال احمدزي يې غوښتي، چې ارګ کې د فحشا خپرولو او جنسي رشوت په تړاو خپل اسناد لويې څارنوالۍ ته وسپاري، خو هغه تر اوسه د خپلې ادعا سره سم خپل اسناد نه دي سپارلي.

جمشېد رسولو زياتوي، چې لويې څارنوالۍ دوه ځله د ښاغلي احمدزي د احضارولو فرمان صادر کړی او په دې اړه يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د لويې څارنوالۍ فرمان جنرال احمدزي ته ورسوي او هغه د خپلې ادعا اسناد څېړنيز پلاوي ته وسپاري.

جنرال حبیب الله احمدزي له دندې پرېښودو وروسته رسنيو سره  په خبرو کې ادعا کړې وه، چې ارګ کې ځينې کړۍ په سيستماتيکه توګه د فحشا خپرولو ته کار کوي.

هغه زياته کړې، چې د خپلې ادعا د ثبوب لپاره اسناد هم لري، خو لويې څارنوالۍ ته يې نه ورکوي او په وينا يې لويه څارنوالۍ بې پرې او خپلواکه اداره نه ده.

د جنرال احمدزي سربېره د ملي امنيت شورا د سټراټيژيکو چارو پخوانۍ سلاکارې مريم وردګ هم ويلي و، چې ارګ کې له ښځينه کارکوونکو جنسي رشوتونه غوښتل کيږي او په دې اړه يې د ولسمشر د ځانګړي  امنیت د پخواني سلاکار د خبرو پخلی کړی و.

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس عبدالله عبدالله ويلي، چې د جنرال احمدزي د تورونو څېړلو لپاره دې د ملي شورا، مدني ټولنو او عامو افغانانو ګډ څېړيز پلاوی جوړ شي او دغه تورونه دې وڅېړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون