افغانستان سلايډ (فيچر)

کندوز کې هوايي برید د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د بهرنيو ځواکونو الوتکې د کندوز امام صیب ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو  برید کړی، چې پر مهال يې شپږ سرتیري وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د کندوز ولايت چارواکي د پېښې په اړه څه نه وايي، خو د دغه ولايت امنيتي سرچينو منلې، چې د ناټو الوتکو تېره شپه هغه مهال د ملی اردو پر سرتېرو بمبار وکړ، چې  دغه پوځيان امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد جګړه کې بوخت وو.

د کندوز ولايت چارواکو او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ناټو الوتکې پر افغان سرتېرو او پوليسو بریدونه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم څو ځله په هلمند، اروزګان، لوګر او نورو سيمو کې پر افغان سرتېرو بمبارۍ شوي، خو افغان حکومت تر اوسه د دغو بريدونو پر وړاندې غبرګون نه دی ښوولی او نه يې هم د دولتي سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي دي.

په تېرو وختونو، چې افغان امنيتي ځواکونه د امریکا او ناټو الوتکو د بمباريو ښکار شوي، ناټو يې په اړه د څېړنو ټټر وهلی، خو وروسته يې کومه پایله نه ده څرګنده شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون