ټکنالوژي

اوبر د هوايي ټکسي خدمتونه له مېلبورن څخه پیلوي

Concept vehicles for Uber's flying car project, UberAIR.

اوبر کمپنۍ اعلان وکړ چې د الوتونکې ټکسي خدمتونو ازمویلو لپاره يي د استرالیا دوهم تر ټولو ستر ښار مېلبورن انتخاب کړی او خپلې لومړنۍ ازمایښتي الوتنې په دغه ښار کې ترسره کوي.

له دې وړاندې دې امریکایۍ کمپنۍ د دغو خدمتونو ازمویلو لپاره دوبۍ ښار انتخاب کړی و، خو وروسته له هغه چې منځنۍ ختیځ کې د دغې ټکنالوژۍ د وړاندې کېدو نېټه وځنډول شوه اوبر هم د دوبۍ پر ځای د مېلبورن ښار انتخاب کړ.

تېره ورځ اوبر کمپنۍ وویل چې خپل د بې پیلوټه ټکسي خدمتونو ازمایښتي پړاو له مېلبورن او د امریکا ډالاس او لاس انجلس ښارونو څخه پیلوي. د دغو خدمتونو ازمایښتي پړاو له ۲۰۲۰ څخه پیلېږي او ۲۰۲۳ کې به په رسمي ډول وړاندې شي.

د استرالیا، نیوزیلینډ او شمالي اسیا لپاره د اوبر کمپنۍ سیمه‌ییزه عمومي مدیره سوسن انډرسن وویل: «استرالیايي حکومت په دې برخه کې ځانگړې دلچسپې ښودلې او راتلونکې کې يي د دغې ټکنالوژې د پرمختگ لپاره د پام وړ رول لوبولو ژمنه کړې.»

نوموړې زیاته کړه: «د مېلبورن ښار جغرافیايي جوړښت او  نور فکتورونه، او د پنځونې او ټکنالوژۍ کلچر، د مېلبورن ښار د اوبر هوايي خدمتونو لپاره په یوه مناسبه سیمه بدلوي.»

ازمایښتي الوتنې کې به د اوبر هوايي بې پیلوټه ټکسي خلک د وېسټفیلډ له اوو مختلفو پلورنځیو څخه د مېلبورن ښار مرکزي هوايي ډگر ته لېږدوي.

کاروونکي دغه هوايي خدمتونه د ځیرکو موبایلونو کاریال له لارې لکه څرنگه چې اوس عادي موټر غواړي غوښتلی شی.

اوبر د دغو خدمتونو وړاندې کولو لپاره د الوتونکې ټکسي مختلفې بڼې هم وړاندې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون