افغانستان سلايډ (فيچر)

کرزی: د سولې بهير پڅوالی د اندېښنې وړ دی

د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د سولې روان بهير په اړه د امریکا په نيت شک نه لري، خو زياتوي، چې د روان بهير پڅوالي اندېښمن کړی دی.

ښاغلي کرزي د روسيې له يوې رسنۍ سره د خبرو پر مهال له امریکا غوښتي، چې د سولې روان بهير کې د زړه له تله کار  وکړي او د جګړې پر ځای سوله خپل لومړيتوب وبولي.

ښاغلي کرزي زياته کړې، چې د امریکا په نيت شک نه لري، نه يې هم تر اوسه داسې نښې نښانې لیدلي، چې د امریکا نه رښتينولۍ دلالت وکړي، خو ټينګار کوي، چې  د سولې بهير پڅوالی ورته د اندېښنې وړ دی.

هغه يو ځل بيا له امريکا غوښتي، چې د جګړې او عملياتو پر مهال د ولسي خلکو له ځورولو او وژلو لاس واخلي او جګړې توندولو پر ځای دې سولې ډېر کال وکړي.

ښاغلي کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې او پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او دلته يې له ولسمشر اشرف غني سره له ليدو وروسته د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره د سولې روان بهير په اړه سلامشورې پيل کړي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون