خبر سلايډ (فيچر) نظر

د محب تکرار او وارخطا څرګندونې

محمد رحيم سکندر

د امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ځوان دی او کوښښ کوي چې د مشرانو خوی وکړي خو یا یې بخت کار نه کوي او یا یې د تمثیل استعداد نه لري، ګنې هر ځل یې خپلو څرګندونو کې تر خپله وسه خواري کړې ده. پرون بیا طلوع نیوز سره له خپلې سویې کله به ټیټ غږېده او کله بېخي لوړ او ډېر کله به یې خپلې رد خبرې اخېر کې تایید کړې او تایید به یې پای کې رد کړې. د محب خبرو کې تازه داسې څه نه وو چې یا امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړي او یا د غني دوره کامیابه وښيي، بلکې مخالفین یې لا وهڅول. محب وویل چې پاکستانیان د ډېورنډ مسله کې د خبرو لېوالتیا لري، خو مونږ ورته وویل چې زمونږ ستونزه ډېورنډ نه ده.

دلته بیا شک په یقین بدلول دي چې ولې ډېورنډ له ولس پټوي او په دې هم پوهېږي چې دا حق د ولسونو دی نو ولې د لاسلیک ادعاوې ردوي نه؟

ولې له لاسلیک وروسته امنیت خوندي نه دی؟

محب وویل چې مخالفین له څو هېوادونو اکمالېږي، زه او د دفاع وزیر د امنیتي ځواکونو د روحییې لوړولو کې تل سره نېږي یو. دا دعوه پخپله د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کوي چې طالبان دننه په هېواد کې میلیونونه بدیجه له ګمرکاتو، جلغوزیو، لاجوردو، په ناامنه سیمو کې د حقوقي دعوو له حلولو تر لاسه کوي، همدغه طلوع کې چې تا بې ځایه احساساتي څرګندونې وکړې، دا راپور هم په کې نشر شو چې لوګر کې د اشرف غني ۳۰۰۰ جریبه خپله پلرنۍ ځمکه وسله والو نېولې او د حاصلاتو ګټه یې ورته رسېږي، څه فکر کوې چې که نور هېوادونه هم مرسته ور سره وکړي په جګړه کې به یې له افغان حکومت انرژي زیاته نه وي؟ ته به وايي چې د محب معاش خو والله له هوايي دهلیزونو ورته راځي چې له برکته یې فرا کې د یو کیلو هنداوڼې بیه دوه‌نیمې افغانۍ ته راغله او یا د هلمند خانشین له طلا معاش بچتوي چې د اغزن تار له برکته پاکستان تونل ورته راتېر کړ؟ خو تاته هم له افغاني بدیجې نه، بلکې امریکا معاش درکوي، که وايي چې نه دا ۵۲ سلنه افغانان چې له لوږې سره مخ دي له دې معاش راکوي. بیا خو دا معنا چې دا دومره بدبختۍ او جنګونه د همدې وږو له لاسه دي چې لا اصلي لامل یې ستاسو معاشونه دي. محب په تکرار سره د خلیلزاد پر وړاندې له خپلو توندو څرګندونو دفاع وکړه. هلته یې باداران له طالب سره په سوله بوخت دي او محب چې مسوولیت لري او صلاحیت نه لري احساساتي څرګندونې کوي او هغه باداران چې سراعلی قوماندان اشرف غني مني چې له امریکا پرته شپږ میاشتې هم افغان حکومت دوام نه شي کولی. محب وویل چې د امریکا پر وړاندې څرګندونې د هېواد/ ولس اندېښنې وې چې بیان مې کړې. د خپلې څوکۍ له دوام پرته هېڅ د هېواد او ولس اندېښنې نه وې او نه دومره جرات لرې چې بیان یې کړې، که لرې یې نو ټول ولس نارې وهي، خو ته نه شې ویلی چې که په ولس بمبار کوې پروا نه لري ځکه ټول طالبان دي، خو په امنیتي ځواکونو خو بمبار مه کوه چې هر ځل دې لسګونه افغان امنیتي ځواکونه بمبار کړي وي، د امنیتي تړون په اړه به دې انېدښنه ښودلې وه چې امنیت لا ور سره خطر کې شو او دا چې مخالفین د پایتخت شاوخوا کې جنګېږي شاید د تړون برکت وي!؟ محب وویل چې مخالفینو شکست خوړلی. خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې یوازې د اختر په درې ورځیني اوربند کې ۲۳ حملې شوې دي او ۳۰ امنیتي سرتېري وژل شوي. ښه چې په اوربند کې دومره مرګ ژوبله اوړي نو غیر اوربند کې خو به یې حساب نه کېږي، دا ډول ګډې وډې څرګندونې طالبانو ته دا تکتیک ورزده کوي چې که حکومت د تلفاتو په اړه رسنیو سره معلومات نه شریکول نو اوربند به ورته کوي چې حکومت سهي ارقام وړاندې کړي. له دې معلومېږي چې د محب پاسنۍ خبره چې له وزارتونو سره همغږي لري بېرته رد شوه، ځکه حکومت د مخالفینو شکست کې له نه شکسته زیات تاوان کوي. محب وویل چې سوله د بندو دروازو تر شا نه کېږي. وه وروه دا خبره پخپل ځای چې طالبان اول د بهرینو ځواکونو ویستل غواړي او ته په لمن ورپسې نښتي یې نو څنګه د دوی په شتون کې سوله وکړي. دلته د سولې د خبرو ټول جریانونه او شرطونه رسنیو ته راوتي او ان په ژوندۍ بڼه له قطر او مسکو ناستې وړاندې شوې دي نو څنګه پټي دي؟ محب وویل چې د سولې ملي اجماع. نو ستاسو اجماعوې خو معلومې دي چې د کابل مشورتي جرګې غوندې کمپایني بڼه به لري، یو منتقد کس په کې پورته شو هغه هم PPS په زور له جرګې ویست او ستاسو اجماعوې خو ځکه ګټورې دي چې د قطر واده غوندې به اول خپلو کې نه سره جوړېږي چې ۲۵۰ کسان په تیاره پسې نښتي وو. بیا همغه خبره ده چې نه سوله کوې او نه د جنګ زور لرې. محب وویل چې د اختر ورځو کې مو اته سوه بندیان د طالبانو له بنده ازاد کړل، دا چې اوس دېته هم یو اوربند وکړي نو رښتیا به ووایي چې نه، طالبانو اوربند نه دی کړی بلکې افغان حکومت چې بندیان را خلاصول نو طالبانو لار کې برید وکړ او نیم بندیان مو بیا له لاسه ورکړل. د بندیانو کیسې ته یې مونږ هم خوښ شوو، شاید طالبانو د هغو بندیانو بدل کې حکومت ته په لاس ورکړي وي چې اشرف غني د سلګونو طالبانو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ. محب وویل چې نوماندان کولی شي غني سره ناستو کې د ټاکنو په اړه مناسب جوړجاړی وکړي. اول دې غني د ولسمشرۍ نوماندانو سره د ملي وحدت حکومت د مودې پوره کېدو خبره ومني او سرپرست حکومت دې اعلان کړي، ټاکنې خو بیا هم چا نه دي وړې، د همدغه شریک ډاکټر عبدالله خبره دې ومني چې شریک حکومت یې ور سر منلی او ورته ویلي یې دي چې غني وخت دې پوره دی او دیکتاتوري ښې پایلې نه لري. خلاصه دا چې مونږ ډېر کله له خپل لوبغاړي په چانسونو کې تمه لرو، خو هم مو سره زر وخت له لاسه ورکړی وي، هم مو مقابل لوري ته د بریا چانسونه ورکړي وي. حمدالله محب همدغسې کمزوری لوبغاړی دی چې هم لوبډله ترې رنځ وړي او هم د خپلو نندارچیانو هیلې خاورې خځلې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون