افغانستان سلايډ (فيچر)

سروې: افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد دی

د اسټراليا په پلازمېنې سډني کې د سولې او اقتصاد څېړنيز انسټيټيوټ په تازه درجه بندۍ کې ويلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد دی او تېر کال سوريه د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی و.

تېر کال افغانستان په ناامنو هېوادونو کې دوهم ياد شوی او تر څنګ يې يمن، عراق او سويلي سوډان هم د ناامنه هېوادونو په لومړي کتار کې راغلي وو.

د دغې درجه بندۍ له مخې ايسلنډ د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد بلل شوی او تر څنګ يې اتريش، ډنمارک، نيوزيلينډ او پرتګال هم د خوندي هېوادونو په لومړي کتار کې راغلي وو.

په راپور کې راغلي، چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله د نړۍ په ۸۶ هېوادونو کې امنيت په نسبي ډول ښه شوی، خو د افغانستان په ګډون ۷۶ هېوادونو کې بيا د پخوا په پرتله امنيت نور هم خراب شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون