لوبې

پاکستان له استرالیا څخه په ۴۱ منډو ماتې وخوړه

نن د نړیوال جام په ترڅ کې استرالیا د پاکستان په وړاندې لوبه وکړه او دغې لوبې کې يي پاکستان ته د ۴۱ منډو په ستر توپیر سره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه پاکستان وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا لپاره فېنچ او ډېوېډ وارنر پیاوړې او غوره توپ وهنه پیل کړه او د لوبې په پیل کې داسې ښکارېده چې استرالیا به پاکستان ته له درې سوه پنځوس منډو څخه لوړ هدف وټاکي، خو وروستیو لوبغاړو کمزورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او استرالیا ډېر ستر هدف په ټاکلو بریالی نشو.

استرالیا ۴۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېنچ او وارنر پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۰۷ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي د ۳۰۸ منډو هدف وټاکه.

استرالیا لپاره فېنچ په ۸۴ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۸۲ او ډېوېډ وارنر په ۱۱۱ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۷ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه.

پاکستان لپاره محمد عامر تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل لسو اورونو کې یوازې ۳۰ منډو ورکولو سره پنځه وېکېټې واخیستې. شاهین افریدي ۲ او حسن علي، وهاب ریاض او محمد حفیظ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

پاکستان د توپ وهنې پیل کې خپله لومړۍ وېکېټه له لاسه ورکړه او د لوبې مهمو پړاونو کې يي نور لوبغاړي هم خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې. د اوم لوبغاړی تر سوځېدو وروسته وهاب ریاض چټکه توپ وهنه پیل کړه او لوبه يي پاکستان ته اسانه کړه خو د سټارک په بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د نوموړي تر سوځېدو وروسته له ځنډ پرته د پاکستان پاتې لوبغاړي هم وسوځېدل.

پاکستان ځوابي توپ وهنې کې ۴۵٫۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وهاب ریاض چټکې توپ وهنې په مرسته ۲۶۶ منډې جوړې کړې او په ۴۱ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره امام الحق په ۷۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۳، حفیظ په ۴۹ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۶، وهاب ریاض په ۳۹ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۵ او سرفراز په ۴۸ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره د نورو توپ وهونکو په پرتله ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره کمېنس ۳، سټارک او رېچرډسن دوه دوه او کولټرنایل او ارون فېنچ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون