اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

د افغانستان بانک عمومي رئیس له دندې ګوښه شوی

ولسمشرۍ ماڼۍ ته نیږدې سرچینې وايي، د افغانستان د مرکزي بانک «افغانستان بانک» عمومي رئیس خلیل صدیق له دندې ګوښه شوی او پر ځای یې تر اوسه څوک نه دي ټاکل شوي.

ارګ کې د ولسمشر دفتر یوې سرچینې رسنیو ته منلې ده، چې ولسمشر غني د «افغانستان بانک» د مشر ښاغلي خلیل صدیق استعفا منلې ده .

خپله د افغانستان بانک رئیس ښاغلي خلیل صدیق خامه‌پریس ته د دندې پریښودې خبر تائید کړی او لامل یې خپله ناروغۍ یاده کړې.

تر اوسه د ولسمشر ماڼۍ مطبوعاتي دفتر او د ارګ ویندویانو د افغانستان بانک د مشر د استعفا په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

د یادونې ده ، چې ښاغلي خلیل صدیق د افغانستان بانک د رئیس په توګه څلور کاله وړاندې په ۱۳۹۸/چنګاښ/۱۷هـ ل نېټه له ولسي جرګې څخه د باور رائې ترلاسه کولو وروسته پر دغه دنده ګمارل شوی و.

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت له قانونې دورې پوره کېدو کابو شل ورځې تیریږي او په کور دننه او بهر د وروستیو بدلونونو او ټاکنو پر وړاندې غبرګونونه را پاریدلي ؛ خو بیا هم د حکومت مشرانو د ټاکنو او څوکیو پر سر د ادلیو بدلیو بهیر ته د پای ټکی نه دی ايښی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون