سلايډ (فيچر) سوله نړيوالې

د امریکا خروج؛ روسیه او چین په مرکزي اسیا کي خپل نفوذ خپروي

د واحد فقيري ژباړه

وال سټریټ ژورنال د جون پر ۱۸ لیکي په داسي حال کي چي امریکا له افغانستانه د وتلو په حال کي ده، روسیه او چین په مرکزي اسیا کي د خپل نفوذ د خورولو په لټه کي دي. په افغانستان کي د اسلامي افراطیانو موجودیت روسیه او چین اندېښمن کړي دي. او په تېره بیا چین پدې سیمه کي د کمربند او سړک د ابتکار لاندي په میلیارډو ډالره پانګه اچولې ده. د چین حکومت غواړي چي همدا سرمایه ګذاري وساتي.

وال سټریټ ژورنال لیکي خلیلزاد لګیا دی چي د مسکو او بېجینګ همکاري ترلاسه کړي، او د افغانستان ۱۸ کلن جنګ د یوې عمومي موافقې په جریان کي ختم کړي. خو د واشنګټن روابط د روسیې او بېجینګ سره مخ پر خرابېدو دي. په هر صورت، داسي برېښي چي د خلیلزاد هڅو څه نتیجه ورکړې ده، ځکه جمهورریس پوتین فقط تېره هفته په افغانستان کي د امریکا او روسیې کوښښونه وستایل، او وې ویل چي ښايي «ښه نتایج» ورکړي. ښاغلي پوتین دا څرګندوني په داسي وخت وکړې چي چین د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د یو هیات کوربه وو.

اخبار لیکي مسکو او بېجینګ د طالبان مشرانو څخه د ملګرو ملتونو د سفرونو د بندیزونو په لیري کولو کي مثبت نقش ولوبوی. وال سټریټ ژورنال لیکي په افغانستان کي د سولي د احتمالي موافقې سره سم به متحده ایالات، روسیه، چین، او طالبان پدې توانوي چي د داعش د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات وکړي.

په افغانستان کي، د امریکا د سولي له هلو ځلو څخه د مسکو کلک ملاتړ یو مهم انکشاف دی، ځکه پخوا روسي چارواکو مدام په امریکا باندي ملنډي وهلې چي په افغانستان کي يې د شوروي له ماتي څخه د عبرت درس نه دی اخیستی.

وال سټریټ ژورنال لیکي له څنګه چي پدې وروستیو کلونو کي په افغانستان کي د امریکا کوښښونه د مشکلاتو سره مخامخ سوي دي، مسکو او بېجینګ د طالبانو سره خپل روابط پراخ کړي دي. داسي برېښي چي روسیه او چین غواړي چي په افغانستان کي امنیتي مسایل په خپلو لاسونو کي واخلي، په عوض د دې چي پر امریکا باندي متکي واوسي.

د امریکا د دفاع ورازت په ۲۰۱۷ کي کانګرس ته په خپل رپوټ کي ویلي ول چي چین غواړي په بدخشان کي د ۸۵ میلونو ډالرو په مصرف د افغان ځواکونو په مشرۍ یوه لوا ځای پر ځای کړي. خو چین ادعا کوي چي د افغان خاوره کي د خپلو پوځیانو د مستقرولو خیال نه لري. اما په تاجکستان کي چینايي عسکر د افغان سرحدونه څاري. او ځیني سیمي يې تر مستقیم کنټرول لاندي دي.

بلخوا،په افغانستان کي د داعش فعالیتونو روسیه اندېښمنه کړې ده. افغان چارواکي وايي چي تېر کال روسیې د کابل له حکومته خواهش وکړ چي اجازه وکړي چي په جوزجان کي د داعش اهداف بمبار کړي. خو د مسکو دا غوښتنه رد سوه، ځکه امریکایانو سخت مخالفت وښود، او افغان چارواکو ته یې وویل چي د امریکا هوايي قوه کفایت کوي. خو روسانو څو ځله د کابل حکومت ته ویلي دي چي که چیري د داعش د ځپلو لپاره کومک ته ضرورت لري،‌ مسکو حاضر دی چي پدې برخه کي مرسته ور سره وکړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي که څه هم تر اوسه پوري د امریکا د وتلو ګرده جزییات لا پوره معلوم نه دي، خو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به یوه امنیتي خلا ایجاده کړي. د سیمي د چارو ماهران وايي چي له افغانستانه د امریکايي قواوو وتل به بیا «د ستري لوبي» رقابت راژوندی نه کړي، خو روسیه او چین به پدې خوشحاله سي چي امریکا په افغانستان کي مجازات سوه.

د افغانستان د چارو روسی متخصص، ښاغلی ارکادي دوبنوف، وايي،«په افغانستان کي د چین سره د روسیې همکاري په سیمه کي د مسکو د ستراتیژي یوه مهمه برخه ده. مګر په افغانستان کي د روسیې دلچسپي یوازي دا ده چي واشنګټن په افغانستان کي ګسه سو.» دوبنوف پدې وخت کي د لاس مینځنۍ ګوته پورته کړې وه.

د افغانستان د چارو امریکايي متخصصه، اغلې لاریل میلر، وايي په افغانستان کي‌ د روسیې او چین د نظامي مداخلې مسله اصلا حقیقت نه لري. هغه علاوه کوي،«که چیري څوک په افغانستان کي د انګریزیانو، شورويانو، او امریکا د مداخلو تاریخ ته وګوري، هر څوک به دې نتیجې ته ورسېږي چي په افغانستان کي نظامي مداخله چندان ښه ایډیا نده.»

خو اغلې میلر وايي دا چي افغانستان د خارجي قواوو لپاره خطرناکه دی، دا به په سیمه کي د چین او روسیې رقابت نا ممکن نه کړي. هغه علاوه کوي کله چي متحده ایالات له افغانستانه راووزي، مسکو او بېجینګ به پدې سیمه کي خپلو سیالیو ته دوام ور کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي کله چي په افغانستان کي د سولي موافقه وسي، په مرکزي اسیا کي به د روسیې او چین نظامي اډې لا زیاتي سي، او دا به د سیمي نامطمین سیاست لا لړزانه کړي. د افغانستان د سرحدونو ساتل به د روسیې او چین لپاره یو چلنج وي، او ښايي د سیالیو میدان هم سي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون