پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستان د «افغان سولې کانفرانس» جوړوي

په پام کې ده ، چې پاکستان ته د ولسمشر غني له رسمي سفر مخکې دغه هېواد د افغانستان د سولې په تړاو د تېرو بین الافغاني ناستو په څېر د افغان سیاستوالو د یوې ورځنۍ غونډې کوربه‌توب وکړي.

تر اوسه د غونډې د ګډونوالو او ورته د بلل شویو کسانو لړلیک نه دی خپور شوی، خو طلوع نیوز راپور ورکړی چې، یادې غونډې ته د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، محمد محقق، ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر، عطاء محمد نور، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور افغان سیاستوال ور بلل شوي.

دې غونډې ته د وربلل شويو افغان سیاستوالو له جملې یوه یې نړۍ‌ نیوز ته وویل، ټاکل شوې ده ،دا کانفرانس یوه ورځ وروسته د لاهور د سولې د څېړنیز مرکز له لورې د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه د مري د سیلاني سیمې په اړوند بوربن سېمه کې په یوه تر ټولو لوکس او ستر هوټل کې جوړ شي، چې د جون په ۲۲ نېټه به دا کانفرانس ترسره کېږي.

ویل کېږي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی به په دې غونډه کې ګډون نه کوي او د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر صلاح الدین رباني استازی ولېږي. همداراز د حزب اسلامي سرچینو طلوع نیوز ته ویلي چې، د حزب اسلامي مشرتابه په یاده غونډه کې د برخې اخستلو لپاره پاکستان ته روان دی، همدارنګه د محمد حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم ویاند هم وايي،دوی د یادې غونډې په اړه د بشپړو جزئياتو له تر لاسه کولو وروسته د ګډون او یا نه ګډون پریکړه کوي.

بل پلو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند طلوع نیوز ته ویلي، دوی ته په یادې غونډې کې د ګډون بلنه نه ده رسیدلې.

پاکستان داسې مهال د افغان سولې په تړاو د دې غونډې تابیا نیسي، په دې وروستیو کې د یاد هیواد او افغان حکومت د چارواکو تر منځ لیدنې زیاتې شوي او ټاکل شوې ده چې له دې غونډې څو ورځې وروسته ولسمشر غني هم دغه هېواد ته په یوه رسمي سفر ولاړ شي.
د سولې د چارو شنونکي دا کانفرانس د سولې په اړوند د نظریاتو د تبادلې لپاره ګټور بولي، خو په دې کانفرانس کې د طالبانو ګډون هم لازمي بولي، چې باید له دوی نه هم د سولې د راتلو د لارو چارو په اړه واوریدل شي.

پخواني چارواکي او د سیاسي چارو شنونکی صدیق پتمن دا غونډه نیک اقدام بولي ؛خو وایي چې د غونډې د اجنډا او موضوع په تړاو ټول معلومات باید رسنیز شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون