افغانستان سلايډ (فيچر)

خلیلزاد وايي له طالبانو سره د مذاکراتو نوی پړاو پيلوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي افغانستان او قطر ته د وروستیو سفرونو پر اساس زه په دې باور یم چې ټولې خواوې د سولې په برخه کې چټک پرمختګ غواړي؛نو په همدې ترڅ کې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو نوی پړاو د جون په ۲۹ نیټه پیل کېږي.

ښاغلی خلیلزاد په تازه ټویټ کې لیکلي چې د مذاکراتو نوی اووم پړاو به د جون په ۲۹ نیټه پیل شي.

تر دې مخکې خلیلزاد ویلي وو چې د سولې موافقه به څلور برخې ولري چې پکې د ترهگرۍ د مخنیوي باورتیا، د عسکرو وتل، بین الافغاني مذاکرات چې یو سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره کړي او یو هر اړخیز او تلپاتی اوربند موافقه ده، چې له دې منځه دوه هغه یې چې د بهرنیانو وتل او د افغانستان خاورې نه دوی ته ګواښ نه متوجه کېدل یې نهایي شوي.

که څه هم د سولې د تر شویو مذاکراتو په هکله بیلابیل نظرونه دي، خو خلیلزاد ویلي تر هغې چې په پورتنیو مسلو موافقه شوې نه وي، په هیڅ شي موافقه نه کیږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون