افغانستان سلايډ (فيچر)

د امریکا او اروپايي اتحادیې استازو رسنیو ته د طالبانو ګواښ غندلی

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس او د اروپایي اتحادیې استازي په افغان رسنیو کې د طالبانو پر ضد د تبلیغاتي اعلانونو او موادو په تړاو د طالبانو وروستی خبرداری غندلی او له طالبانو یې غوښتي، چې په دې تړاو خپل خبرداری بېرته واخلي .

د امریکا سفیر جان‌باس د طالبانو وروستي خبرداري ته چې رسنیو ته یې د دوی پر ضد د تبلیغاتي او د دوی په وینا د استخباراتي موادو د لیرې کولو لپاره یوه اوونۍ ضرب الاجل ټاکلی، په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي چې د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت ته زمېنه برابرول اتلس کلنه راوړنه ده، چې باید طالبان یې له ګواښلو لاس واخلي.

د ناټو عمومي منشي ينس ټولټنبرګ هم نن بروکسل کې د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي، د رسنيو پر ضد هر ډول ګواښونه د غندنې وړ دي. د ده په خبره د بيان ازادي د ژورنالېستانو يو اساسي او ډموکراتيک حق دی.

نوموړي ويلي دي، په افغانستان او نورو هېوادونو کې چې کوم خبريالان وژل شوي دي دوی به يې د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

همداراز د اروپایي اتحادیې سفیر پیری مایودن ویلي ، رسنیو ته د طالبانو ګواښ اندیښمن کړی او باید ټول طرفونه پر دې وپوهیږي چې خبریالي جرم نه دی او نه هم باید رسنۍ د برید هدف وګرځي.

ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره رسنۍ د اتلس کلنې لاسته راوړنې په توګه یادې کړې او په وینا یې د رسنیو ګواښل د اسلام سره په ټکر کې دي. خبرپاڼې ویلي، چې د حکومت د او رسنیو د خوندیتوب لپاره جوړه شوې کمیټې ته یې دنده سپارلې، چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره په عاجله توګه یو طرزالعمل جوړ او وړاندې کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون