پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

د کډوالو اداره: هیله‌ لرو چې پاکستان به د افغان کډوالو موده نوره هم وغځوي

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو-این-ایچ-سي- آر هیله څرګنده کړې، چې د روانې په ترڅ کې  پاکستان ته د ولسمشر غني له رسمي سفر سره جوخت به د دغه هېواد حکومت دلته مېشتو افغان کډوالو ته د پاته کېدو موده نوره هم وغځوي.

په پاکستان کي د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر آفریدي د امریکا غږ سره خبرو کې ویلي، هیله لري چې پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر پر مهال به افغان کډوالو ته د ورکړی شويو کارډونو د اعتبار موده نوره هم وغځول شي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د سفر په مهال به ولسمشر غني د پاکستاني صدراعظم عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره د افغان سولي د پروسی ترڅنګ په پاکستان کي د میشتو افغان کډولو په اړه هم خبرې وکړي.

په عین حال کې پاکستاني مطبوعاتو ویلي د خېبرپښتونخوا په مانسهره ولسوالي کې ځايي چارواکو په دریو کیمپونو کې میشتو افغان کډوالو ته د دې میاشت تر ٣٠ مي نېټی پورې د سیمې څخه د وتلو خبرداری ورکړی دی. د پاکستان ای آر وايي نیوز او پاکستان ټوډی کي خپاره شویو راپورونو د ځايي چارواکو له قوله ويلي چې دغه ګامونه د پاکستان او چین د اقتصادي پروژو د امنیت لپاره پورته شوي دي؛ خو د کډوالو اداره يې په اړه ناخبري ښيي.

د کډوالو د نړیوالي اداری UNHCR د شمېرو له مخې اوس مهال په پاکستان کي ۱۴ لکه افغان کډوال میشت دي. په پاکستان کې د کډوالو د اوسیدو موده په قانوني توگه د جون د میاشتې په ۳۰مه نیټه پای ته رسېږي.

د دې میاشت پیل کې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ویلي وو چی حکومت د کډوالو د اوسیدو وخت د غځولو څه اراده نه لري او زیاته کړې یې وه، چې د مهاجرینو له کبله د دوی کاروبار هم زیانمن شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون