افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

پمپیو: د مهالویش تر اعلان مخکې د ټولو ځواکونو ایستلو ته چمتو یو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو په داسې حال کې د سه شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي او نااعلان شوي سفر کابل ته را ورسېد،‌ چې ټاکل شوې ده څلور ورځې وروسته په قطر کې د طالبانو سره د خپل پلاوي د اووم پړاو مذاکراتو په پایله کې یو لړ مهم پرمختګونه وکوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن اووه ساعته په کابل کي تېر کړل؛ ترڅو دلته د ملي وحدت حکومت د مشرانو سره د سولې په باب خبري وکړي. نوموړی په داسي وخت کي کابل ته ځي چې د جون پر ۲۹ به د دوی او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم روانډ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لومړي ځل د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حیث رسماً خپل وتل ومنل او زیاته یې کړه چې امریکا او طالبان د سولي د موافقې مسودې ته بېخي نژدې سوي دي. نوموړي وویل: «موږ طالبانو ته په ډاګه ویلي‌ دي چې موږ د خپلو ځواکونو ایستلو ته چمتو یو، خو زه باید دا هم ووایم چي موږ تر اوسه پوري پر تقسیم اوقات باندي موافقه نه ده کړې. موږ موافقه کړې ده چي په افغانستان کي سوله زموږ تر ټولو لومړیتوب دی‌ او افغانستان بیا باید هیڅکله د تروریزم په ځاله بدل نشي. »

نوموړي په ارګ کې له ولسمشر او اجرائیه رئیس سره له کتنې وروسته وویل:«زه هیله لرم چې تر ټاکنو مخکي د سولي موافقه وشي. همدا په باور سره زموږ ماموریت دی.»

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون