اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

«شپنيزو چاپو او عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله بې ساري زياته شوې»

د ګډو ځواکونو له لوري د هېواد په لر و بر کې د حکومت مخالفو وسله‌والو پر ضد د شپنيزو چاپو او عملياتو پر مهال د ملکيانو مرګ ژوبله هم څو برابره زياته شوې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنيتي ځواکونه د کره معلوماتو پر بنسټ دغه عملیات کوي او په دغو عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې راپورونه نه مني، خو د افغانستان د بشري حقونو د څار سازمان وايي، چې په دغو شپنیزو عملیاتو او چاپو کې ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته رسيږي.

د بشري حقونو د څار سازمان مشر لعل ګل په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې د هېواد له ګڼو سيمو ورته د شپنيزو چاپو او عملیاتو د قربانيانو کورنيو او خپلوانو ويلي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د وسله‌والو مخالفينو پر ځای ملکي وګړي په نښه کيږي او د هغوی کورونه نړول کيږي.

ډېری دغه ډول عمليات صفر يو او صفر دوه ځانګړې قطعې ترسره کوي او ډېری وخت افغان حکومت او ځايي مسوولينو هم منلي، چې په دغو عملياتو کې ملکیان وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان مشر وايي، د افغانستان دفاع وزارت او ناټو سره د اړیکو پر مهال يې له هغوی غوښتي، چې په خپلو عملياتو کې د ملکيانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي، خو د دوی غوښتنې لا هم نه دي منل شوي او د ولسي خلکو په مرګ ژوبلې کې کموالی نه دی راغلی.

د ننګرهار، وردګو، کاپیسا، لوګر، بغلان، کندوز،  پکتيا، پکتيکا، هلمند او ګڼو نورو ولايتونو خلک وايي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو ملکيان په نښه کيږي او ډېری قربانيان يې ملکي  وګړي وي.

د ملکي وګړو د ژغورنې ډله هم وايي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ملکيان وژل کيږي او کورونه يې نړول کيږي.

د ملکي وګړو د ژغورنې ډلې مشر عزيز احمد تسل وايي، د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې بې پروايي کيږي او ډېری قربانيان يې ملکيان دي.

هغه د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د جګړو او عملياتو پر مهال د ملکيانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون