سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

مولانا فضل الرحمن: د عمران حکومت په درغليو راغلی، بايد نسکور شي

د جمعيت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت پر ضد د اپوزيسيون ګوندونو راغوستل شوي ټول ګونديز کنفرنس ته د وينا پر مهال غوښتنه کړې، چې د عمران خان د حکومت پر ضد بايد پراخې مظاهرې وشي او په وينا يې دغه ناقانونه او په درغلۍ جوړ شوی حکومت بايد نسکور شي.

د جمعيت علمای اسلام له لوري راغوښتل شوي کنفرانس ته د پاکستان پارلمان کې د اپوزيسيون ګوندونو رييس او مسلم ليګ نون ګوند مشر شهباز شريف، د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان، د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د حکومت نورو مخالفو سیاستوالو ګډون کړی و، خو د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق او همدارنګه د بلوچستان نېشنل ګوند مشر عطاالله مينګل په دغه ناسته کې ګډون نه و کړی.

مولانا فضل الرحمن د اپوزيسيون ګوندونو ټول ګونديز کنفرانس ته وويل، چې عمران خان په درغلۍ او ټګۍ واک ته رسېدلی او د هغه کړنې او پلانونه يې د ولس پر ضد وبلل.

مولانا تور پورې کړ، چې د عمران خان حکومت مالي بودجه هم د ولس دښمنۍ ښکاره نښه ده او داسې حکومت بايد ژر تر ژره د قانوني احتجاجونو له لارې نسکور شي او پر ځای يې نورو ټاکنو ته لاره اواره شي.

د اپوزيسيون ګوندونو نورو استازو هم تور پورې کړی، چې د عمران خان په مشرۍ د انصاف غورځنګ حکومت د ولسي رايو په مرسته نه، بلکې د پوځ په مرسته واک ترلاسه کړی دی.

د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شريف هم د مولانا فضل الرحمن د نظر په تاييد وويل، چې د عمران خان حکومت بايد وپرزول شي، خو بلاول بوټو په سمدستي توګه د حکومت د ړنګولو نظر تاييد نه کړ او زياته يې کړه، چې د حکومت پر ضد به خپلو ډيموکراټيکو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د ټول ګونديز کنفرانس په پای کې د ناستې ټولو ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې د مشرانو جرګې رييس د ګوښه کولو لپاره به په ګډه کار کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون