اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

يو ډالر ۱۶۴ پاکستانۍ کلدارې؛ چارواکي د ډالرو په قابو کولو کې پاتې راغلي

د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني كلدارو ارزښت ورځ تر بلې مخ پر لوېدو دی او نن پنجشنبه يو امریکايي ډالر په ۱۶۴ کلدارو پلورل کېده.

د پخواني لومړي وزير نواز شريف د واکمنۍ پر مهال يو ډالر له ۱۰۸ کلدارو سره برابر و او دغه توازن د څلورو کالو لپاره تقریبا پر ځای ولاړ و، خو کله، چې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنګ واک ته ورسېد، د ډالرو پر  وړاندې د کلدارو ارزښت نور هم راښکته شو.

تېر ۲۰۱۸ کال کې يو ډالر په ۱۲۱ کلدارو پلورل کېده، خو له تېر يوه کال راهيسې د ډالرو په بيه کې ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.

د پاکستان د ونډو بازار او نور سوداګر وايي، چې نړيوال سوداګريز شرکتونه خپلې پانګې له پاکستانه وباسي او په پاکستان کې د توکو بيې هم بې ساري لوړې شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک مشر رضا باقر سوداګرو ته ډاډ ورکړی و، چې  د ډالرو د لوړېدو مخه به ونيسي، خو داسې ښکاري، چې نوموړی په خپلو چارو کې پاتې راغلی او ډالر نور هم پورته کيږي.

د سوداګريزو چارو کارپوهان وايي، شونې ده، چې  يو ډالر تر ۲۰۰ کلدارو لوړ شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون