سلايډ (فيچر) سياست

د کابل او اسلام اباد ترمنځ به د اړيکو نوی فصل بريالی شي؟

ولسمشر اشرف غني تېره پنجنشبه د جون په ۲۷مه پاکستان ته په دوه ورځني سفر لاړ، هلته يې د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو ‏وزیر شاه محمود قريشي او نورو چارواکو سره په دوه اړخيزو سياسي، سوداګريزو او اقتصادي اړيکو خبرې کړي دي.‏

د پاکستان لومړي وزير عمران خان اسلام اباد ته د ولسمشر غني سفر ګټور بللی او زياته کړې يې ده، چې له پخوانيو  تېروتنو بايد عبرت واخيستل ‏شي او د تېرو وختونو د ګيلو پر ځای بايد د اړيکو نوي باب ته کار وکړای شي.‏

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم له پاکستان سره د اړيکو نوي باب ته هيله‌منه ده.‏

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي اسلام اباد ته د ولسمشر غني سفر ګټور بللی او زياته  کړې يې ده، چې اسلام اباد له کابل ‏سره ژمنه کړې، چې د افغانانو په ملکيت به د سولې په خبرو کې مرسته وکړي او دواړه هېوادونه به په سياسي، اقتصاد، سوداګريزو او امنيتي ‏برخو کې يو بل سره مرستې کوي.‏

ولسمشر غني په لاهور کې يوې ناستې ته وويل، که پاکستان منځنۍ اسیا ته د خپلو توکو د لېږد لپاره د افغانستان له لارې ځان رسول غواړي، نو ‏بايد پاکستان هم د افغانستان توکو ته اجازه ورکړي، چې د پاکستان له لارې هند ته خپل مالونه ورسوي.‏

له ملکي چارواکو سره د ليدو سربېره ځينې باوري سرچينې دا هم وايي، چې ولسمشر غني د پاکستان د استخباراتو «ای ايس ای» مرکزي دفتر ته ‏هم تللی و.‏

د پاکستان جيو ټلويزون ژورنالېست او «جرګه» سياسي پروګرام چلوونکي سليم ساپي تېره ورځ د جيو ټلويزون په يوه پروګرام کې وويل، چې  ‏ولسمشر غني له رسنيو پټ د ای ايس ای مرکزي دفتر ته هم تللی و، خو دا يې نه دي ويلي، چې هلته يې د پاکستان له استخباراتي  چارواکو سره ‏په کومه موضوع خبرې شوي دي. ‏

خو د څارونکو په وينا ډېر اټکل دا دی، چې ولسمشر به له پاکستاني چارواکو سره په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو، چاودنو او فعاليتونو په اړه ‏خپلې اندېښنې شريکې کړي وي.

افغان حکومت له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او تېره ورځ يې هم په لاهور کې يوې ناستې ته وويل، چې طالبان د ‏پاکستان له مرستې پرته ډېر څه نه شي کولی.‏

پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او په مقابل کې يې تور پورې کړی، چې د پاکستان بېلتونپال بلوڅان، پاکستاني طالبان او ځينې نورې ډلې د ‏افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.‏

د کابل او اسلام اباد  ترمنځ د تاوتريخوالي بل لامل د منظور پښتين په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنګ دی.‏

د پاکستان پوځ د افغانستان ملي امنيت رياست، سياسي ګوندونه او رسنۍ د پي ټي ايم په ملاتړ تورنوي.‏

اوس پوښتنه دا ده چې ايا د کابل او اسلام اباد د اړيکو نوی باب به بريالی شي، که بېرته به په ناندريو او بې باورۍ بدل شي؟

اوس چې د ولسمشر اشرف غني د واک موده په ختمېدو ده، د کابل او اسلام اباد د اړيکو نوي باب ته هيله‌مندۍ دومره ډېره نشته.‏

د سياسي چارو کارپوه او د کابل  پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وايي، د کابل او اسلام اباد اړيکې يوازې  هغه مهال سمېدای شي، چې اسلام ‏اباد په رښتينې معنا په افغان سوله کې مرسته وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.‏

خو پاکستان وايي، پر طالبانو دومره اغېز هم نه لري، چې د فشارونو له لارې يې د سولې خبرو ته حاضر کړي او ژمنه يې کړې، چې طالبان به له ‏افغان  حکومت سره خبرو ته وهڅوي.‏

د پاکستان جيو ټلويزيون او جنګ ورځپاڼې ژورنالېست او کالم ليکونکی حامد مير وايي، پاکستان نه شي کولی طالبان د فشارونو له لارې له افغان ‏حکومت سره خبرو ته حاضر کړي او په وينا يې طالبان اوس له ایران، روسيې، چين او نورو هېوادونو سره پراخې مستقيمې اړيکې لري.‏

د پردې تر شا څه دي؟

خو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د  شته جنجال اصلي ټکي د پاکستان په وينا په افغانستان کې د هند پراخه نفوذ، د پاکستاني طالبانو شتون، په ‏کندهار او نورو سيمو کې د بلوڅ بېلتونوالو فعاليتونه او اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ دی، خو په مقابل کې يې کابل بيا اسلام اباد د طالبانو په ‏ملاتړ تورنوي او تل غوښتنه کوي، چې پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.‏

ولسمشر غني په تېرو څلور نيمو کلونو کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله په ګډون ګڼ شمېر طالبانو د وژلو احسان پر پاکستان اچوي، ‏خو پاکستان وايي، چې دغه پاکستاني طالبان د امریکا په بریدونو کې وژل شوي دي. ‏

ولسمشر غني د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال لطيف الله مسيد د خپل واک په لومړيو پاکستان ته وسپاره.‏

د سليم ساپي په وينا ولسمشر غني پاکستان ته هر ډول امتيازات ورکړي، چې هېڅ افغان حکومت نه دي ورکړي، خو په مقابل کې يې پاکستان د ‏افغان ولسمشر غوښتنې نه دي پوره کړي.‏

په ظاهره داسې  ښکاري، تر څو چې افغان حکومت پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپال له خپلې خاورې نه وي شړلي او له کابل په پاکستان کې د ‏پي ټي ايم په ملاتړ څرګندونې کيږي او په مقابل کې يې پاکستان د کابل له هيلو سره سم په افغان سوله کې مرسته ونه کړي او د طالبانو له ‏ملاتړه لاس وانخلي، د کابل او اسلام اباد د اړيکو نوي فصل ته هيله‌مندي بې ځايه ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون