په قطر کې د امریکا او طالبانو د روانو خبرو پر مهال د دغو مذاکراتو ځينو څارونکو رسنيو ته ويلي، که دا خبرې پرمختګ وکړي، شونې ده، تر راتلونکو دوو اوونيو طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.
په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت الله احمدي هم په کابل کې رسنيو ته ويلي، جرمني د افغان سولې په تړاو د زمينه سازۍ په برخه کې ډېر کار کړی او هيله يې ښکاره کړې، چې تر راتلونکو دوو اوونيو کې به طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرې پيل کړي.
تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالی وزير صلاح الدين رباني جرمني ته تللی و او هلته يې له خپل جرمني سيال هايکو ماس سره پر افغان سولې خبرې کړې وې.
هایکو ماس ويلي و، له قطر سره په ګډه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د شرایطو برابرولو هڅې کوي.
افغان حکومت په داسې حال کې بين الافغاني مذاکراتو ته هيلهمندۍ ښکاره کړې، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو روان دی.
طالبان وايي، د اووم پړاو په تېرو دوو ورځو کې مهم پرمختګونه شوي دي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، دغه خبرې جدي او سم لوري ته روانې دي او دواړه لوري ترې هوکړې ته د رسېدو هيله لري.
څرگندون