سلايډ (فيچر) نظر

د ناکام اتل فریاد‎!‎

پوهاند محمد اسمعیل یون‎ ‎

لیک پوهاند ‌‌‌‌‌‌ډاکتر محمداسماعیل ېون

نن مې ډېره مصروفه ورځ وه، خو بیا مې هم ځان تر بانکه ورسوه د خپلې یو میاشتې معاش مې را ووېست ما ویل نن له پاکستان سره د کرکېټ لوبه ده، که و مو ګټله نو دا به د خپلو کرکېټیانو له سره نذرانه کوم.زړه کې مې وویل چې پرون افغانۍ پر کلدارې لاسبرې شوه او نن چې کرکېټ وګټو او افغانان پر پاکستانیو لاسبري شي نو څومره خوند به وکړي.پرون د افغانیو د لوړتابه د مبارکۍ لپاره د شهید داودخان مزار ته لاړم او سبا به د کرکېت د مبارکي لپاره د مرحوم باچاخان مزار ته ځم.سره له دې چې کرکېټ او په ټوله کې سپورت کومه سیاسي لوبه نه ده خو له پاکستان سره موږ  ته هم سیاسي ده هم عاطفي، لوبه له هیلو او نهیلیو ډکه وه.کور کې مې مېرمن وویل ګوره یې مه، دې لوبو خو ماته رواني تکلیف پیدا کړی له پاکستان څخه مو که و بایلوله نو زړه به مې ودرېږي نن مو پارلمان کې  سیاسي څوکۍ بایلولې چې کرکېټ هم بایلو نو بېخي به  مې اعصاب خراب شي. د لوبې تر پای دمخه ډوډوۍ تیاره شوه.دا مهال مو لوبه بایلوله تلویزیون ته مې سوک برابر کړ دګوزار تر رسېدو  مخکې مې ځان کنترول کړ دتلویزیون پر ځای مې لاس په زوره کېکاږه لاس مې درد وکړ.اعصابو ته مې لږ دمه ورغله.بلې کوټې ته لاړم ( سولې) لور او( ودان) زوی مې په ژړغوني غږ وویل اغا بای مو لوله.ټول خواشیني وو.مېرمن دومره خواشینې او په قهر وه چې ماشومانو ورسره خبرې هم نه شوې کولای.پر توشکې یې سر ایښی وو او خپل تشی یې موښود، کور کې دغم فضا خوره وه.ډوډی مې پرېښوده او بېرته خپلې خپلې خونې ته راغلم. رڼا مې ګل کړه  ځان سره مې ښه  وژړل، له مېرمنې او ماشومانو مې پټ زړه ښه تش کړ.کله چې مې اوښکې له سترګو راتللې نو هم تروې وې او هم له سوزه ډکې خدای خبر چې د زړه د زخمي کمر له څومره لارو راوتلې.دا نن د دېرش ملیونه افغانانو د ژوند کیسه وه. ما یوازې د لوبې پر بایللو نه دي ژړلي ما د خپلو لوبغاړو پر دردونو هم ژړلي، د هغو هڅو او ماڼیجنو حرکاتو ته مې هم ژړلي.دا نو لوبه ده چانس او تېروتنه دواړه په کې وي.همدې لوبغاړو موږ ته ډېرې خوښۍ راوړي ،خو نن  ملت او لوبغاړي یې په داسې یو غم کې را ټاله شول  چې هېڅ افغان یې د زغم تیاری نه درلود.پاکستان سره زموږ لوبه یوازې د کرکېټ لوبه نه وه.هغوی  سره  زموږ د عواطفو ، روحیاتو او ارزښتونو جګړه ده ،هغوی زموږ عواطف ټپي کړي ،زموږ روحیات یې مروړلي زموږ پر ارزښتونو یې تورې را کاږلي ،زموږ او د هغوی تر منځ لا د حقیقي زور ازموینې ډېر واټن پاتې دی، خو د کرکېټ دا لوبه یوازینۍ لنډه لاره وه چې زموږ ملت پرې خپلو ټپونو ته ټکور ور کړي.سره له دې چې د لوبو په دې جام کې موږ ټولې لوبې بایلولې وې، خو دا ملت یو صبور ملت دی ټولو همدا ویل چې موږ نوره نړۍ څه کړو ،خو همدا یو پاکستان دې راته مات کړي دا نور ټول مو ورته بښلي.خو کله کله تقدیر ته د تدبیر بندونه کار نه ورکوي.زموږ اکثرو لوبغاړو ښه لوبه وکړه خو د یو نیم تېروتنه او بد چانس ددې سبب شو چې لوبه بایلو.په دې کار د اجتماعي غم یو څپه راپورته شوه.لوبغاړو ته د سپکاوي لړۍ پیل شوه.دا نو بیا د غم لپاسه بل غم و.نو ای زما دردېدلیه ملته! لږ اوسېله په کار ده ،تاسو د نندارچیانو په توګه دومره درد اوغم احساسوئ هغوی چې په میدان کې ولاړ وو او لوبه یې کوله د هغوی درد به څومره وي؟ایا موږ دومره  داحساساتو تر سیوري  لاندې راشو چې هم خپل ځان و ځوروو هم

خپل اتلان و ښکنځو او هم د هغوی کورنيو ته ستغې خبرې ور حواله کړو؟

ایا همدا ته ملت نه وې چې له همدغه پاکستانه  د ټسټ میچ ګټلو پر مهال له وسلو سره لارو او کوڅو ته را ووتلې او ټول وطن دې ډزو ونیو.هغه وخت یې چې لوبه درته وګټله هغه وخت له نیمګړتیا پرته اتلان وو او نن یې چې په ډېر کم توپیر او چانس بایلوله بیا پرې د کنځلو باران دی. راځې له دغو ترخو ناکامیو عبرت واخلو د کرکېټ مشرتابه له سیاسي کېدنې او کمسوادۍ وژغورو.ګورئ دلته دود دادی چې خلک ناکام اتلان نه نمانځي.کله کله خو ناکام اتلان ځکه د ډېرې ستاینې وړ وي چې هم قربانۍ ور کړي او هم ثمر تر لاسه نه کړي.ښه مثال یې محمد علي جناح او باچاخان عبدالغفارخان دی.جناح چې نه مبارزه کړې وه او نه یې جېل ګاللی و د یو تصادف له مخې اوس د پاکستان زعیم او مشر ګڼل کېږي.خو باچاخان چې دېرش کاله زندان و ګاله سیمه یې له یرغلګرو وژغورله خو چې وروستي ارمان ته ونه رسېد اوس هغسې نه ځلېږي لکه ګاندي او جناح.نو ای دردېدليه ملته! غم او احساسات دې کنترول کړه ،خپلې اوښکې دې خپله وڅښنه خپل اوسېلي دې خپله تېر کړه.خولې ته دې سپوره خبرې مه راوړه.د کرکېت اتلانو ته هم وایم له خپل ملته مایوسه کېږئ مه همدا ملت و چې تاسو یې د لاسونو په پړکا او د میندو په دعاګانو د اسمان سرته پورته کړئ.په ځان کې تغیر روالئ د غرور له اسونو را کښته شئ.د ځانغوښتنې له نري رنځه ځان وغورئ خیر دی که نن د څو ځوانانو له خوا تاسې ته څه تروې ترخې خبرې تیادله شوې وي همدا ځوانان وو چې تاسې یې پر اوږو ګرځولئ. دا د غم او زهرو یو ګوټ خو مو پر سر راواړه خو اینده کې ګورئ ډېر پام کوئ چې دلته ګورئ دم او قدم دواړه په حساب دي.ګورئ بیا هغه ورځ راولئ چې ستاسو پر شونډو هم خندا وي او د ملت پر زړونو هم.او دا سندره زمزمه کېږي.: د کرکېټ لوبه ګټمه – د نړۍ کپ به راوړمه.زه بچی د ابدالي یم..دا یقین لرم پر ځان.. زه افغان یم افغان …

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون